Connect with us

سوداگري

نړیوالې بې ثباتۍ د افغانستان د اقتصادي ودې کچه راټیټه کړې

په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.

خپور شوی

د

د نړیوال بانک په یوه نوي راپور کې راغلي، چې په نړیواله بې ثباتۍ کې د افغانستان د اقتصادي ودې امکانات ناڅرګند پاتې دي.

په داسې حال کې، چې نړیواله اقتصادي ناڅرګندتیا زیاته شوې؛ په جنوبي آسیا کې ورسره د ودې لیدلوری کمزوری شوی او د سیمې په ډېری هېوادونو کې د افغانستان په ګډون وړاندویېنې ټیټې شوې دي.

 په دې راپور کې راغلي، چې که څه هم د افغانستان اقتصاد په تدریجي ډول ښه کېږي؛ خو د راتلونکي لیدلوری یې ناڅرګند پاتې دی؛ ځکه، چې مالي فشارونه مخ پر زیاتېدو دي، سوداګریز کسر زیات شوی، او د خوړو خوندیتوب کم شوی دی. دا عواملو پر کورنیو ډېر فشار راوړي او د ټولګډونه ودې مخه نیسي.

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې وايي، چې د بهرنیو مرستو له کمښت سره – سره د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کلونو کې ۲.۵ سلنه وده کړې؛ خو دا کچه د هېواد د نفوس د ودې پر پرتله ټیټه ده.

د اقتصاد وزارت ويلي، چې د هېواد اقتصاد نازک ندی او له بندیزونو سره – سره پرمختګ لري او د بندیزونو د لرې کولو لپاره هڅې اوس هم روانې دي.

د اقتصاد وزارت وزارت مسلکي مرستیال عباللطیف نظري وايي، چې د هېواد اقتصادي وضعیت نازک نه دی، بلکې مخ پر ښه کېدو دی.

نړیوال بانک اعلان کړی، چې افغانستان به په ۲۰۲۵ کال کې د دوه‌یم پرله‌پسې کال اقتصادي وده تجربه کړي؛ ځکه، چې تر ډېره د کرنې سکټور لخوا پرمخ وړل کېږي.

د اقتصادي شنونکو د څرګندونو له مخې؛ د نفوس چټکه وده او د کډوالو راستنېدل د کار پیدا کولو او د عامه خدماتو پر وړاندې کولو لوی فشار راوړي، چې اقتصادي کمزورتیا یې ژوره کړې ده.

ویل کیږي، چې د روان کال په پیل کې ۱۴.۸ میلیون خلک د خوړو له کمښت سره مخ ول او پراخه خوارځواکي، چې اوس ۴.۷ میلیون ښځې او ماشومان اغېزمنوي؛ مخ پر خرابېدو ده. دې بانک دا خبرداری هم ورکړ، چې که بېړنی اقدام ونشي؛ د بشري پانګې پراختیا به نوره هم زیانمنه شي.

سوداگري

ازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

Published

on

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نړیوال صنعتي نندارتون« د منځنۍ آسیا اینوپروم» » کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر کړی دی.

دا نندارتون د صنایعو د ودې، د پرمختللیو ټکنالوژیو د معرفي کولو او د پانګونې د همکاریو د پراختیا لپاره جوړ شوی او په کې د بېلابېلو هېوادونو لکه روسیې، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان چارواکي، پانګوال او تولیدوونکي ګډون لري.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ په دې نندارتون کې له ۶۰ څخه زیات افغان شرکتونه برخه لري.

د پنبې، سکرو، درملو او کرنیزو محصولاتو په برخو کې د افغان شرکتونو حضور د دې ښکارندوي دي، چې افغانستان هڅه کوي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمې پر کچه خپل اقتصادي ظرفیتونه معرفي کړي.

« د منځنۍ آسیا اینوپروم » نندارتون یو له سترو صنعتي او پانګیزو پېښو څخه ګڼل کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم فرصت برابروي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي

د یاد راپور له مخې؛ اوس‌ مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.

Published

on

په داسې حال کې، چې د نړۍ د الوتنو مخه د سیمې د کړکېچونو له کبله افغانستان ته رااوښتې؛ سویس انفو راپور ورکړی، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه د الوتکو تېرېدا د دې هېواد لپاره د پام وړ عواید رامنځته کړي دي.

د یاد راپور له مخې؛ اوس‌ مهال په اوونۍ کې نږدې دوه زره الوتنې د افغانستان له فضا تېرېږي، چې دا شمېر د تېر کال پر پرتله شاوخوا پېنځه ځلې زیاتوالی ښيي.

د یاد راپور د څرګندونو له مخې؛ له هرې الوتکې شاوخوا ۷۰۰ ډالر د تېرېدا حق اخیستل کېږي، چې په ټولیزه توګه اوونیز عواید شاوخوا ۱.۴ میلیون او کلني عواید یې له ۷۰ میلیون ډالرو اوړي.

دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په اوکراین کې جګړې او د منځني ختیځ کړکېچونو د اروپا او آسیا ترمنځ دودیزې هوايي لارې محدودې کړي او هوايي شرکتونه اړ دي، چې د افغانستان په ګډون بدیلې لارې وکاروي.

د راپور له مخې؛ د ډېرو نورو هېوادونو پر پرتله د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرېدا فیس د هرې الوتنې لپاره ثابته کچه لري او د الوتکې د وزن یا واټن له مخې نه‌محاسبه کېږي.

سره له دې ځینې اندېښنې هم وړاندې شوې دي.

د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د پرمختللي هوايي ټرافیک د څارنې سیسټم د نشتوالي له کبله پیلوټان خپله د اړتیا وړ همغږي ترسره کوي، چې دې موضوع نیوکې رامنځته کړې دي.

دغه راز ځینو هوايي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د لارو د بدلون له کبله خپلې ځینې الوتنې د منځني ختیځ پر لور لغوه کړي او د سفري بازار پاملرنه نورو لوریو؛ لکه اروپا او کارائیب ته زیاته شوې ده.

دا بدلونونه ښيي، چې افغانستان سره له ګڼو ستونزو؛ په نامستقیمه توګه د سیمې له ژیوپولیټیک بدلونونو ګټه اخیستې او د هوايي ټرانزیټ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.

Continue Reading

سوداگري

د سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

Published

on

د رویترز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو او افغانستان د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې له روسیې او بېلاروس څخه د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د سون توکو واردات له ۵۰ سلنې زیات کړي؛ ځکه، چې له یوې‌خوا د سیمې کړکېچونو له روسیې څخه د انرژۍ د صادراتو لوري بدل کړی او له بلې‌خوا له منځني ختیځ څخه عرضه هم کمه شوې ده.

د سوداګرو له‌خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ له جنوري څخه تر مارچ پورې وخت کې دغو هېوادونو ته د سون توکو رسولو ټول حجم ۳.۳۴۷ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلی دی.

رویټرز ويلي؛ له هغې وروسته، چې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۳ ز.کال په فبرورۍ کې د روسیې د سون توکو پر وارداتو بندیزونه ولګاوه؛ نو د مرکزي آسیا هېوادونه د روسیې د سون توکو د صادراتو اصلي بازار شو.

که څه هم روسیې د جولای تر پایه پورې د سون توکو صادرات محدود کړي؛ خو د مرکزي آسیا ځینې هېوادونه، چې له مسکو سره د بین‌الحکومتي تړونونو له مخې معافیت لري، خپل واردات روان ساتلي دي.

د یاد راپور له مخې؛ مغولستان د ۸۴۰ زره ټنو پر وارداتو په سیمه کې د روسیې د سون توکو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی. افغانستان هم سره له دې، چې د روسیې د سون توکو د صادراتو له بندیزونو څخه رسمي معافیت نه‌لري، د بېلاروس د صادراتو د دوام له کبله خپل واردات زیات کړي دي.

رویترز زیاته کړې، چې د افغانستان واردات له روسیې او بېلاروس څخه د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې د ۲۰۲۵ ز.کال د همدومره وخت پر پرتله څلور چنده زیات شوي او ۵۳۰ زره ټنو ته رسېدلي ، چې ۲۳۱ زره ټنه تېل دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!