تازه خبرونه

نړۍ او کورنیو لوریو د نورستان له سېلاب ځپلو سره ملاتړ او خواخوږي ښکاره کړه

په کابل کې د جاپان سفیر، اروپایي ټولنې، د ایران سفارت، د افغانستان په چارو کې د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د دې پېښې له کبله خواشیني څرګنده کړې، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او له زیانمنو شویو سره یې د مرستو او ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

Published

on

د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ویجاړوونکو سېلابونو له راوتلو وروسته د نړۍ چارواکو، مرستندویو بنسټونو او د افغانستان یو شمېر څېرو له لوري د خواخوږۍ او ملاتړ ګڼ پیغامونه خپاره شوي دي.

په کابل کې د جاپان سفیر، اروپایي ټولنې، د ایران سفارت، د افغانستان په چارو کې د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د دې پېښې له کبله خواشیني څرګنده کړې، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې او له زیانمنو شویو سره یې د مرستو او ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دغه راز د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملي سوداګرو او مرستندویو بنسټونو غوښتي، چې د نورستان له سېلاب ځپلیو سره د مرستې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ له ملي او نړیوالو بنسټونو، خیریه ټولنو او شتمنو هېوادوالو غوښتي، چې د خوراکي توکو، درملو، سرپناه او نورو اړینو مرستو پر برابرولو د دې پېښې له زیانمنو شویو ملاتړ وکړي.

په زیانمنو سیمو کې د لټون، ژغورنې او د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې اوس هم روانې دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي چمتووالي ادارې ویلي، د تازه لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله ۲۳ کسان مړه، ۸۰ نور ټپیان او نږدې ۱۰۰ کسان ورک دي.

د یادې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، چې تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي او د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، سېلابونو اووه کورونه بشپړ او ۲۳ نور نسبي ویجاړ کړي دي. همدارنګه، ۷۰ دوکانونه، ۴۰ سپک او درانده موټرونه او ۱۱ هوټلونه هم بشپړ نسبي زیانمن شوي دي.

چارواکو ټینګار کړی، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او د لټون د عملیاتو او د زیانونو د ارزونې له دوام سره ښایي د قربانیانو شمېر او د اوښتو زیانونو کچه نوره هم لوړه شي.

Trending

Exit mobile version