لوبی
هند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
د هند کرکټ لوبډلې د درېلوبیزې شلآوریزې لړۍ په دوهیمه لوبه کې افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او دا لړۍ یې له درېیمې او وروستۍ لوبې مخکې ۲- ۰ وګټله.
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
راشد خان هم له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مرسته وکړه. د هند په توپاچوونکو کې نټیش کمار ریډي د ۲۴ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او غوره توپاچونه یې وکړه.
افغانستان ښه پیل ونهکړ او رحمانالله ګربز د دوهیم آور په لومړي توپ کې د ارشډیپ سینګ لهخوا له منډې جوړولو پرته وسوځول شو. جسپریټ بومرا هم له لومړی آور له منډې پرته ترسره کړ.
ابراهیم ځدراڼ او صدیقالله اتل هڅه وکړه، چې د افغانستان اننګز بېرته سم کړي؛ خو هند د ویکټو پر اخیستو فشار ساتلی و. ابراهیم د نهم آور په لړ کې د نټیش کمار ریډي لهخوا پر ۳۷ منډو وسوځول شو او هغه مهال افغانستان د څلور ویکټو پر زیان ۶۷ منډې کړې وې.
اتل ۱۲ منډې وکړې او د راوي بشنوي لهخوا وسوځول شو. وروسته دروېش رسولي له ۱۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې یې هم په کې وې؛ خو ارشډیپ سینګ هغه هم وسوځاوه.
راشد خان د درې څلوریزو او یوې شپږیزې پر ملتیا له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او افغانستان یې د سیالۍ نږدې هدف ته ورساوه؛ خو نټیش په وروستي اور کې راشد وسوځاوه او افغانستان د اتو ویکټو پر زیان ۱۵۹ منډې وکړې.
هند د هدف په تعقیب کې پیاوړی پیل وکړ. سنجو سمسون او ابیشک شرما پر بریدګرې توپوهنې یوازې په ۴.۴آورونو کې ۵۰ منډې پوره کړې او هند د پاورپلې په پای کې پرته له کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو ۸۲ منډې کړې وې.
سمسون یوازې پر ۲۰ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې؛ خو راشد خان د څلور توپونو په واټن کې لومړی ابیشک پر ۳۹ او بیا سمسون پر ۵۷ منډو وسوځول. سمسون په ۲۲ توپونو اووه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.
راشد وروسته شریاس ایر هم پر ۱۱ منډو وسوځاوه او خپله درېیمه ویکټه یې واخیسته؛ خو هند له دې مخکې د لوبې واک په خپل لاس کې اخیستی و.
ایشان کیشن پر ۲۳ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او تلک ورما هم ۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. هند په ۱۴.۵آورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او د اووه ویکټو پر توپیر یې بریا خپله کړه.
له دې پایلې سره هند درېلوبیزه شلآوریزې لړۍ ۲- ۰ وګټله او د درېیمې او وروستۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې یې لړۍ خپله کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.