تازه خبرونه

واشنګتن په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشارونه روان ساتي – جوبایدن

Published

on

 د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د امریکا ولسمشر ویلي، چې هېواد به یې له پوځي حضور پرته په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشارونه روان وساتي.

ویل کیږي، چې تېر کال د کابل له هوايي ډګره د وتلو او ایستلو په عملیاتو کې یوه ځانمرګي بریدګر دیارلس امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان وژلي وه.

جوبایډن په یوه بیان کې ویلي؛ واشنګتن د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې، چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښوي د مبارزې لپاره هڅې دوه برابره کړې دي.

د امریکا ولسمشر د تېر کال د اګست د میاشتې د ۲۶ نېټې برید یوه غمجنه او نه هېرېدونکې غمیزه وبلله.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د بیان په یوه برخه کې راغلي: زمونږ ملت هېڅکله دا قربانۍ نه شي جبرانولای. مونږ به هیڅکله د خپلو سپیڅلو ژمنو او د هغو کورنيو او ژوندي پاتې شويو کسانو په درناوي کې پاتې رانشو، چې ژوندي پاتې دي. تروريستان به تر مرګه څارو او  د هغوی فعالیتونه او پلانونه به شنډوو.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ له دې برید وروسته واشنګتن د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې نړیوال کمپاین دوه چنده کړی. داعش د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته. 

اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان پر خاوره بشپړ حاکمیت لري او اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د هیڅ هېواد امنیت ته ګواښ پېښ شي.

که څه هم اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې له ترهګرو ډلو سره هیڅ ډول اړیکه نلري او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي؛ خو په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کیدو له ادعا وروسته، چې اسلامي امارت یې هم په اړه جزئیات ندي ورکړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه شکونه زیات کړي دي.

Trending

Exit mobile version