تازه خبرونه
واشنګټن به غزه ونیسي او مالکیت به یې تر لاسه کړي – ټرمپ
د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ (د سلواغې شپاړلسمه) ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د “اوږدمهاله مالکیت” په لټه کې ده. هغه له دې مخکې ویلي وه، چې د غزې فلسطیني اوسیدونکي باید اردن، مصر یا نورو هېوادونو ته ولاړ شي او په دې هېوادونو کې به ښکلي استوګنځایونه ولري.
د امریکا ولسمشر د اسرائیلو له لومړي وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې واشنګټن به د غزې تړانګې کنټرول او مالکیت په خپل لاس کې واخلي او فلسطینیان باید له غزې څخه وشړل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: “امریکا به د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او مونږ به ورسره ډېر کارونه وکړو. مونږ به غزه ولرو او ټولې کنډوالې به بیا رغوو او یوه پرمختللې سیمه به جوړه کړو، چې ډېرې دندې به برابرې کړي. له اشغال او بیارغونې وروسته به د نړۍ د ټولو خلکو استازي هلته د یو نړیوال ځای په توګه ژوند وکړي. فلسطینیان به وکولی شي د اردن او مصر ګاونډ هېوادونو ته ولاړ شي.”
د غزې تړانګې د نیولو او د هغې د اوسیدونکو د ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونې د امریکا دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
سعودي عربستان اعلان کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ ثابت او د خبرو اترو وړ ندی.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د ټرمپ څرګندونې به په سیمه کې اور ولګوي او هغه یې وغندلې.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ویلي، چې غزه د فلسطین برخه ده او فلسطینیان به خپل ټاټوبی نهپریږدي، حتا که هغه ویجاړه هم وي.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور وایي: “د غزې تړانګه؛ زمونږ هېواد او زمونږ کور او د فلسطین یوه برخه ده. هغه کسان، چې غواړي د غزې اوسیدونکي بل ځای ته واستوي باید دوی ته اجازه ورکړي، چې په اسرائیل کې دننه خپلو اصلي کورونو ته ستانه شي. هلته ښه ځایونه شته او دوی به په لیوالتیا سره بېرته ستانه شي؛ خو په هر حالت کې، زمونږ وطن زمونږ وطن دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له فلسطینانو پرته بل څوک د غزې د راتلونکې په اړه پریکړه نشي کولی.
دغه راز سعودي عربستان یوه اعلامیه خپره او ټینګار یې کړی، چې د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه یې دریځ کلک او نه بدلېدونکی دی او د فلسطینیانو د بې ځایه کولو د هرې هڅې مخالفت کوي.
د سعودي بهرنیو چارو وزارت ویلي: “سعودي عربستان د فلسطیني خلکو د مشروع حقونو هر ډول سرغړونه کلکه رد کړه. که هغه د اسرائیلو د میشت ځایونو د پالیسیو له لارې وي، که د فلسطیني ځمکو اشغال وي او یا د دوی له ځمکې څخه د فلسطینيانو د بې ځایه کولو هڅې وي. سربېره پردې د یو خپلواک فلسطیني دولت له جوړولو پرته به د ریاض او اسرائیلو ترمنځ هیڅ ډول ډیپلوماټیکې اړیکې نهوي.”
د سپینې ماڼۍ شاوخوا د اسرائیلو د ملاتړ او د غزې د امریکا د اشغال پر ضد احتجاجي غونډې هم ترسره شوې دي.
اسټرالیا، چې د امریکا یو متحد دی دا هم ویلي، چې د غزې په اړه د کینبرا دریځ د ټرمپ لخوا د سیمې د کنټرول د پلان له اعلان وروسته نهدی بدل شوی او دا، چې آسټرالیا د فلسطین لپاره د دوه دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکوي.
ویل کیږي، چې د غزې په اړه د ټرمپ څرګندونې په امریکا کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو له هرکلي سره مخ شوي دي همدارنګه د نوموړي خبرې د ډیموکراټانو لخوا له سختو نیوکو سره مخ شوې دي.