تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د بادعیس ټولې ولسوالۍ ونیولې

Published

on

د بادغیس والي حسام الدین شمس ویلي، چې د بادغیس شپږ ولسوالۍ په بشپړ ډول وسلوالو طالبانو نیولي او د دې ولایت مرکز قلعه نو ته هم راننوتي دي.

نوموړي ویلي؛ دمګړۍ د ښار په دروازو کې درندې نښتې روانې دي او خلک نه پوهیږي، چې کوم خوا ووځي.

هغه وایي؛ قادس وروستۍ ولسوالۍ ده، چې نن سهار طالبانو نیولې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پرون ماښام په بادغیس کې پېنځه حکومتي چارواکي او لسګونه امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د دوی په وینا، د ولایتي حکومت ودانۍ او همداشان د بادغیس پوځي مرکز اوس هم د حکومت تر څارنې لاندې دي؛ خو نورې ټولې برخې طالبانو نیولي دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې طالبانو د دې ولایت پر مرکزي محبس برید کړی او ټول بندیان یې خوشې کړي دي؛ خو په بادغیس کې ځایي خبریالان وايي، چې حکومت ټول بندیان خوشې کړي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version