Connect with us

تازه خبرونه

وسلوالو طالبانو د بادعیس ټولې ولسوالۍ ونیولې

خپور شوی

د

د بادغیس والي حسام الدین شمس ویلي، چې د بادغیس شپږ ولسوالۍ په بشپړ ډول وسلوالو طالبانو نیولي او د دې ولایت مرکز قلعه نو ته هم راننوتي دي.

نوموړي ویلي؛ دمګړۍ د ښار په دروازو کې درندې نښتې روانې دي او خلک نه پوهیږي، چې کوم خوا ووځي.

هغه وایي؛ قادس وروستۍ ولسوالۍ ده، چې نن سهار طالبانو نیولې.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پرون ماښام په بادغیس کې پېنځه حکومتي چارواکي او لسګونه امنیتي ځواکونه له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د دوی په وینا، د ولایتي حکومت ودانۍ او همداشان د بادغیس پوځي مرکز اوس هم د حکومت تر څارنې لاندې دي؛ خو نورې ټولې برخې طالبانو نیولي دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې طالبانو د دې ولایت پر مرکزي محبس برید کړی او ټول بندیان یې خوشې کړي دي؛ خو په بادغیس کې ځایي خبریالان وايي، چې حکومت ټول بندیان خوشې کړي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

  له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضل‌الرحمن

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال  وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.

فضل‌الرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»

د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په آلمان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ

د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال نږدې څلور زره پاسپورټونه تر چاپ لاندې دي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر چمتو او غوښتونکو ته ووېشل شي.

Published

on

د آلمان په بن کې د افغانستان قونسلګرۍ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت ته د دې ماموریت د مدیریت او چارو له سپارلو وروسته افغانانو تهه د پاسپورټونو د ورکولو او وېش بهیر له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.

د یادې قونسلګرۍ د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال نږدې څلور زره پاسپورټونه تر چاپ لاندې دي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر چمتو او غوښتونکو ته ووېشل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!