تازه خبرونه
پاملرنه، په افغانستان کې د ښځو په ګډون خپلې ځنډېدلې روغتیایي او خوراکي هڅې بیا پیلوي
په افغانستان کې د پاملرنې نړیوالې موسسې له اسلامي امارته له ډاډ ترلاسه کولو وروسته څرګنده کړې، چې د روغتیا او تغذیې په برخو کې به د ښځو په ګډون خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
پاملرنې نړیوالې موسسې تېره ورځ پخپله خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا له وزارت څخه یې کارځیو ته د خپلو ښځینه کارکوونکیو د خوندي او له محدودیت پرته د تګ په تړاو ډاډ ترلاسه کړی، چې د روغتیا او تغذیې په برخو کې به خپل ځنډول شوي فعالیتونه له سره پيل کړي.
پاملرنې موسسې ویلي؛ زمونږ ښځینه کارمندانې زمونږ د بنسټ اړینه برخه ده، چې له شتون پرته یې د دې بنسټ په چارو کې خنډ او ځنډ رامنځته کیږي.
دا په تېرو پرلپسې دوه ورځو کې دوهیم نړیوال خیریه بنسټ دی، چې د طالبانو د حکومت لخوا د خپلو ښځینه کارمنانو د کار د دوام او خپلو ځینو ځنډېدلیو پروګرامونو له بیا پیله څرګندونې کوي.
وړمه ورځ د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې موسسې هم په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او پوهنې اړوند ځینو پروګرامونو د بیا پیلولو اعلان کړی.
پاملرنه له ۱۹۶۱ز. کال راپدیخوا په افغانستان کې کار کوي او په ۷ ولایتونو کې یې ۳۰ ګرځنده روغتیايي ډلې کار کوي.
د تېر ۲۰۲۲ ز. کال د دسمبر پر ۲۴ د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د ټول افغانستان په انجوګانو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و.
