سوداگري

پاکستان ته د افغانستان صادرات د اصلي سند له وړاندې کولو پرته لنډمهاله معاف شول

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

Published

on

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی؛ د ګمرک چارواکو او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د بریالي خبرو اترو په پایله کې پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه پاکستان ته واردات به د جون تر ۳۰ پورې له اصلي سند څخه پرته لنډمهاله معاف وي.

د پاکستان د ګمرک چارواکي آزاد مهدي ویلي؛ د سوداګرو د استازو له پلاوي سره له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د اصلي سند په اړه اغېزمنې خبرې اترې ترسره شوې دي.

هغه تشریح کړه، چې د عوایدو فډرالي بورډ (FBR) له مقرراتو سره سم د افغانستان ټولو وارداتو لپاره د اصلي سند درلودل لازمي دي؛ خو د پنبې، لوبیا، ډبرو سکرو او صابون ډبرو په ګډون ځینو توکو ته ځانګړی معافیت په پام کې نیول شوی دی.

اوسمهال د تورخم په پوله کې د دې توکو لېږدونکې ۶۶۷ لارۍ د دې سند د نه‌شتون له کبله ودرول شوې وې.

اوس به دې بار لاریو ته د جون تر ۳۰ پورې د اصلي سند پر ځای د لیکلي ژمنې پر سپارلو د ترخیص یا تصفیې اجازه ورکړ شي.

له دې نېټې وروسته له افغانستان څخه ټول واردات پرته له استثنا باید له اصلي سند سره یوځای شي.

Trending

Exit mobile version