تازه خبرونه

پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل او سپک چلند ودروي – د بشري حقونو د څار اداره

Published

on

(Last Updated On: لړم ۹, ۱۴۰۲)

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو لپاره له ګواښونو، سپک چلند او نیولو کار اخلي، چې باید پای ته ورسیږي.

دغې ادارې د سې شنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: ډېري افغانان، چې د شړلو له خطر سره مخ دي؛ امریکا، بریتانیا، جرمني او کانادا ته د انتقال لارې څاري.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د اکتوبر پر درېیمه څرګنده کړه؛ ټول هغه کډوال، چې په پاکستان کې له قانوني حیثیت پرته ژوند کوي ۲۸ ورځې وخت لري، چې پخپله خوښه ووځي او که نه له شړلو سره به مخ شي.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، د پاکستانيو چارواکو له‌خوا د ډله ييزو شړلو غوښتنه د افغانانو پر وړاندې د پوليسو د تاوتريخوالي د زياتوالي لامل شوی، چې په کې ځورول، وهل ټکول او پخپلسري توګه بندي کول هم شته.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وايي: د افغانانو د بېرته ستنېدو لپاره د پاکستان د ضرب الاجل ټاکل د نيولو، وهلو- ټکولو او نیولو لامل شوی او زرګونه افغانان يې د خپل راتلونکي په اړه له وېرې سره مخ کړي دي.

په اسلام‌آباد کې یوه افغان کډوال، خالق عاطفي ويلي، ان هغه افغانان، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ سره راجستر شوي، له نیولو او شړلو خوندي نه‌دي.

هغه وایي؛ هرځای د پولیسو پوستې پرتې دي. ان که تاسې د اعتبار وړ ویزه هم ولرئ؛ تاسې به بیا هم د پولیسو مرکز ته وړل کیږئ او په ډېرو مواردو کې به تاسې د خوشې کیدو لپاره رشوت ورکړئ.

هغه زياته کړې، چې په ډېرو مواردو کې افغان کډوالو پاکستاني پوليسو ته له لس زره څخه تر څلوېښت زره پورې پاکستانۍ کلدارې رشوت ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، د افغانانو شړل د ځورونې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او د نه منلو د دودیز نړیوال قانون له اصولو څخه د یوه اړخ په توګه د پاکستان له مکلفیتونو سرغړونه ده.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو ناوړه چلند پای ته ورسوي، د نومبر د لومړۍ نېټې د ایستلو او شړلو موده دې لغو شي او له UNHCR سره دې د افغان کډوالو د راجستریشن د بیا پیل لپاره کار وکړي.

دې ادارې د امريکا، بريتانيا، جرمني او کانادا له حکومتونو غوښتي، چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د میشتېدو لړۍ چټکه کړي، چې په ځانګړي ډول له خطر سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version