تازه خبرونه

پاکستان له پېښوره هم د افغان کډوالو ایستل پیل کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۸, ۱۴۰۲)

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې لنډمهالي حکومت له پېښوره هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

د دغه راپور له مخې؛ د پاکستان پولیسو نن (یکشنبه د لړم ۲۸) له پېښوره هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ویستلو بهیر پیل کړی دی.

ويل کيږي، چې پاکستانيو پوليسو نيول شوي مهاجر نن سهار د پېښور په ناصر باغ سيمه کې يوه نوي جوړ شوي کمپ ته ولېږدول.

راپور زیاتوي، چې نیول شوي کډوال به وروسته افغانستان ته واستول شي.

که څه هم د پاکستان د حکومت دغه کړنې د بشري حقونو د ټولنې له پراخو اعتراضونو سره مخ شوي؛ خو اسلام‌آباد د دغې پرېکړې پر عملي کېدو ټينګار کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې راپدیخوا د پاکستان لنډمهالي حکومت د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

Trending

Exit mobile version