Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان په خوست او پکتیکا کې ملکي او پوځي تاسیساتو ته زیان رسول رد کړل

خپور شوی

د

د پاکستان بهرنیو جارو وزارت ویاندې  ممتاز زهرا بلوڅ نن پنجشنبه ( د وري دوه‌یمه ) رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په وروستیو هوایي بریدونو کې ملکي خلک او د افغانستان پوځ تاسیسات او غړي ویشتل شوي ندي.

هغې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري.

زهرا بلوچ دا هم څرګنده کړې؛ اسلام‌آباد غواړي له کابل سره د هغو ډلو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي، چې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي.

له بل لوري د پاکستان دفاع وزیر ګواښ کړی، چې که د افغانستان اوسني واکمن د تحریک طالبان پاکستان پر ضد فعالیت ونکړي او مخه یې ونه‌نیسي؛ دوی به د پاکستان له لارې له هند سره د افغانستان سوداګریزه لار وتړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي: که افغان طالبان (سلامي امارت) له مونږ سره د دښمن په څېر چلند روان وساتي بیا؛ نو ولې مونږ هغوی ته سوداګریز دهلیز ورکړو؟! ځکه دلته ترهګرۍ ډېره وده کړې ده. که د افغانستان طالبان (امارت سلامي) د هغې ډلې، چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي؛ مخه ونه‌نیسي مونږ به د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان سوداګریزه لار وتړو.

دغه راز د پاکستان د بلوچستان ایالت پخواني وزیر خبرداری ورکړی، چې که پر پاکستان بل برید وشي؛ پاکستاني پوځیان به پر افغانستان برید وکړي.

جان اڅکزي په ایکس پاڼه کې ټینګار کړی؛ افغانستان ته مو دمخه خبرداری ورکړی، چې که وسله‌ډوال له افغانستان څخه بریدونه روان وساتي؛ نو افغانستان ته له ننوتلو پرته بله چاره نه‌ویني او پاکستان به د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.

دا په دایې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي؛ د پاکستان هر اقدام به ورته غبرګون ولري او افغانستان چمتو دی، چې د پاکستان د ګواښونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د افغانستان د وسله‌وال پوځ د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق ويلي، هیڅوک افغانان نشي ګواښلی او دوی چمتو دي، چې له خلکو او هېواد څخه دفاع وکړي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچ له هغې وروسته زیات شو، چې پاکستان د دوشنبې پر سهار ( د کب اته‌ویشتمه ) د خوست او پکتیکا ولایتونو په ځینو برخو کې هوايي بریدونه وکړل، چې د پنځو ښځو او درې ماشومانو په ګډون اته کسان ووژل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د دغه هوايي برید په غبرګون کې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو له پاکستان سره فرضي کرښې ته نږدې د پاکستاني پوځ سرحدي پوستې پر درندو وسلو وویشتې او مر او ژوبله یې وروادوله.

Advertisement

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!