تازه خبرونه

پاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي

جي‌شنکر د سې‌شنبې پر ورځ لوکزامبورګ ته د خپل سفر پر مهال ویلي: « په اوسني عصر او نړۍ کې راته یو داسې هېواد وښیئ، چې د خپل ګاونډ هېواد پر وړاندې پاکستان ته ورته سیاست ولري.»

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیم جي‌شنکر ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راپدېخوا په خپلو لویو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي.

جي‌شنکر د سې‌شنبې پر ورځ لوکزامبورګ ته د خپل سفر پر مهال ویلي: « په اوسني عصر او نړۍ کې راته یو داسې هېواد وښیئ، چې د خپل ګاونډ هېواد پر وړاندې پاکستان ته ورته سیاست ولري.»

جي‌شنکر ټینګار کړی، چې پاکستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ لپاره دولتي سیاست د وسیلې په توګه کاروي او دا چاره نه پټه ده او نه هم لنډمهاله، بلکې له لسیزو راپدېخوا روانه او ټولو ته ښکاره ساتل شوې ده.

هغه ویلي: « له لسیزو راپدېخوا تاسې دا روزنیز کمپونه لرل، چې پټ نه‌ول؛ دا ټول روزنیز کمپونه د  پاکستان په لویو ښارونو کې دي، پوره ښکاره، چې پوځ او حکومت یې ملاتړ کوي.»

د هند بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: پاکستان سره له دې، چې پر نړیواله کچه پرې شکونه ډېر شوي؛ بیا هم هڅه کوي، چې خپلې کړنې پر نړیواله کچه مشروع وښيي.

نوموړي وایي: «دوی هڅه کوي دا عادي وښيي؛ لکه حق یې ، چې وي دا کار ترسره کوي.»

جي‌شنکر دا ډول روایتونه نور د منلو وړ نه‌ګڼي او وایي: « نور څوک پرې باور نه‌کوي. ټول پوهېږي، چې له دې فعالیتونو دولت ملاتړ کوي.»

نوموړی دا موضوع یو تریخ؛ خو نه‌منونکی واقعیت بولي او وایي، چې هند نشي کولی د پاکستان د کړنو پایلې له پامه وغورځوي. یعنې: « دا یو تریخ حقیقت دی؛ خو داسې حقیقت، چې له پامه یې غورځولی نشوو.»

همداراز نوموړي د طبیعي پېښو پر مهال د هند غبرګون ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي: لکه په سریلانکا کې توپان، په میانمار او افغانستان کې زلزله: «کله، چې هېوادونه له سترو ستونزو سره مخ کېږي او د مقابلې توان ونلري طبیعي ده؛ هغو ته مخه کوي، چې دا وړتیا لري. زمونږ په سیمه کې دا باور ورځ تر بلې پیاوړی کېږي: هغه هېواد، چې پرې باور کېدی شي؛ هند دی.»

Trending

Exit mobile version