مهم خبرونه

پر اوکراین د روسیې برید به انساني زیان او ویجاړي رامنځته کړي – بایډن

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جوبایډن څرګنده کړې؛ امریکا غواړي له روسیې سره د اوکراین کړکېچ ته سیاسي فرصتونه رامنځته کړي، خو پر اوکراین د روسیې د یرغل شونتیا ډېره ده.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر د سپینې ماڼۍ په ختیځه خونه کې د وینا پر مهال په ډاګه کړې، چې امریکا د روسیې دا ادعا، چې ګن ځواکونه یې د اوکراین له پولې وتلي؛ تر اوسه تائید کړې نده؛ ځکه، چې پر اوکراین د برید یو څرګند امکان پاتې دی.

جو بایډن ویلي؛ د روسیې دفاع وزیر نن خبر ورکړ، چې اوکراین ته نږدې یو شمېر پوځي واحدونه خپلې پوستې پریږدي. دا به ښه هڅه وي؛ خو مونږ تر اوسه دا تائید کړې نده.

هغه زیاته کړې: په حقیقت کې زمونږ شنونکيو په ډاګه کوي، چې دوی اوس هم په ډېر ګواښونکي موقعیت  کې پاتې دي.

بایډن په اوکراین کې له امریکایانو او روسي وګړیو وغوښتل؛ مخکې لدې، چې خوندي وتل مو وځنډیږي، ژر سیمه پریږدئ.

نوموړی وایي: امریکا او ناټو په سیمه کې د روسیې لپاره ګواښ ندي، اوکراین هم روسیه نګواښي. نه امریکا او نه ناټو په اوکراین کې توغندي لري. مونږ داسې پلان هم نلرو، چې هلته یې ځای پر ځای کړو. مونږ د روسیې خلک نه پر نښه کوو.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا څرګندونې له هغې څو ګړۍ وروسته راپورته کړې، چې روسیې د اوکراین پولې ته نږدې په پوځي روزنه کې د ښکېلو یو شمېر ځواکونو ستنول پیل کړل.

Trending

Exit mobile version