سیمه ییز خبرونه
پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.
امریکا او حوثیانو د سېشنبې پر ورځ پر بېلابېلو بېړیو له بریدونو خبر ورکړی؛ هغه بریدونه، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د اختلافونو له زیاتېدا سره هممهاله شوي او ژر هوکړې ته د رسېدو هیلې یې کمزورې کړې دي. تهران هم خبرداری ورکړی، چې تر هغې به هرمز تنګی نهپرانیستل کیږي، چې امریکا د ایران شرطونه ونهمني.
دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د جګړې له دوام سره د تېلو بیې لوړې شوي او د ونډو بازارونه ټیټ دي.
د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او هر بېرل ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې؛ د امریکا د اومه تېلو بیه هم ۱.۳ سلنه لوړه شوې او پر ۸۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.
د سره سمندرګي په سویلي برخه کې د یمن ټرانسپورټ وزارت ویلي، په بابالمندب تنګي کې پر یوې کوچنۍ باروړونکې بېړۍ د حوثیانو په شکمن برید کې د بېړۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د یمن ساحلي ساتونکو هم ویلي، چې په دې پېښه کې د حوثیانو د مخالفې یوې پوځي ډلې دوه مرستندویان وژل شوي دي.
د حوثیانو اړوند«صبا» خبري آژانس ویلي؛ دې ډلې په بابالمندب کې پر یوې سعودي بېړۍ، چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، برید کړی دی. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
دغه راز د امریکا پوځ ویلي، د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د پاناما بیرغ لرونکې یوې باروړونکې بېړۍ د لارښوونې سیسټم د له کاره اچولو لپاره دوه توغندي توغولي دي.
د امریکا د څرګندونو له مخې، دې بېړۍ د درېدلو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د مراعاتولو خبرداری له پامه غورځولی و.
هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي – تهران
د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي د سېشنبې پر ورځ ویلي، تر هغې به هرمز تنګی نهپرانیستل کیږي، چې امریکا د تهران شرطونه ونهمني.
هغه د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د لبنان او غزې په ګډون د جګړو پای ته رسول د ایران له شرطونو څخه بللي دي.
دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د تېرو ۵۰ کلونو په جګړو، بریدونو او لاریونونو کې وژل شويو ته د غرامت غوښتنه وکړه.
ټرمپ د سېشنبې پر ورځ ویلي، امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران نور اقدامات وکړي؛ امریکا کولی شي سخت ځواب ورکړي.
هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز شاوخوا پېنځمه برخه لېږدوله او د دې تنګي تړل کېدل کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.
د فبرورۍ له اتهویشتمې څخه، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول؛ په دغو نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ایران هم د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر موخو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.
ویل کیږي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان سلاکار محمدرضا نقدي ویلي، دغه ځواک د «دښمن په خاوره» کې د عملیاتو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.
سیمه ییز خبرونه
بشارالاسد پر اعدام محکوم شو
د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.
په سوریه کې یوې محکمې له دې هېواده وتلی پخوانی ولسمشر بشارالاسد د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې پر «جنګي جرمونو» او « بشریت ضد جرمونو» تورن کړی دی؛ په دې جګړه کې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.
د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.
نوموړی د سوریې په سویل کې د درعا ولایت د لاریونونو د ځپلو مشري کولو پر تور تورن شوی دی؛ هغه ځپنه وه، چې په دې هېواد کې د پاڅون او وروسته د کورنۍ جګړې د پیل لامل شوه.
نجیب په سختو امنیتي تدابیرو کې، چې د زندان جامې یې پر تن وې؛ په قفس کې ولاړ و او قاضي پرېکړه ولوستله.
بشار الاسد او ورور یې ماهر له هغې وروسته، چې وسلهوالو مخالفانو د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې دمشق ته ننوتل؛ روسیې ته وتښتېدل.
نجیب وروسته ونیول شو او د پخواني حکومت له هغو لوړپوړو چارواکو څخه شو، چې محاکمه شوي دي. هغه په ۲۰۱۱ز.کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال د سوریې د پوځ جنرال او په درعا ولایت کې د سیاسي امنیت د برخې مشر و.
د بشار الاسد پر ضد د اعدام حکم د سوریې د انتقالي حکومت له لوري لومړنی حکم دی، چې سږ کال یې د پخواني حکومت د چارواکو محاکمه، په حضوري او غیابي ډول پیل کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.
ایران ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې؛ خو ټینګار کوي، چې د تنګي د بېرته پرانیستو لپاره باید امریکا تهران ته د غرامت ورکولو، د بندیزونو پای ته رسولو او د پوځي ګواښونو درولو غوښتنې ومني.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.
عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي، له عمان سره هوکړه وروستۍ شوې؛ خو ایران به تر هغې دا اوبلاره بیاځلې خلاصه نکړي، چې امریکا د تهران شرطونه ونهمني
د عراقچي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوکړه کې به د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لارې ځانګړې شي، چې د امریکا لهخوا د تهران د غوښتنو له منلو وروسته وکاریږي.
عراقچي ویلي، ایران او امریکا اوسمهال مستقیمې خبرې نهلري او تهران به تر هغې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې پیل نهکړي، چې امریکا د جون لنډمهاله هوکړه نقضوي؛ خو د منځګړو له لارې د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر هم ویلي، د ایران غوښتنې د امریکا لهخوا د نورو ګواښونو او د ایران پر وړاندې د بریدونو درول، د ایران د متحدانو پر وړاندې د یرغل پای ته رسول، په خلیج کې د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي.
د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د ایران او عمان هوکړه کولی شي د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د بېرته پیل زمینه برابره کړي.
دې چارواکي زیاته کړې؛ امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو سمندري محاصره لرې کړي، چې د سوداګریزو بېړیو د بېخنډه تګ راتګ د بېرته پیلېدا هوکړه اعلان او ایران خپلې ژمنې عملي کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد اړینه سمندري لار ده.
ایران له هغې وروسته دغه تنګی وتاړه، چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیي.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچونه روان دي؛ د یمن حوثیانو، چې د ایران متحدان بلل کېږي په سره بحیره کې پر بېړیو خپل بریدونه زیات کړي دي. دغه راز حوثیانو ویلي: سعودي عربستان، چې پر یمن محاصره لګولې د هغې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر وړاندې د سرې بحیرې محاصره اعلان کړې؛ خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي؛ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون له تخنیکي پلوه د متقابلې دفاع په برخه کې د ناټو له پېنځمې مادې سره ورته والی لري، خو د ایران پر ضد نهدی.
هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.
ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې پر ورځ« د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ.
دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د سیمهییزو نښتو د پراخېدا او د ایران له لوري د خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د مخنیوي ګډه وړتیا پیاوړې کول دي او له مخې یې پر هر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
فیدان له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دغه ائتلاف د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نهدی، بلکې د درې غړو هېوادونو د امنیت د ملاتړ لپاره یوه عمومي ژمنه ده.
نوموړي زیاته کړې، د برید په صورت کې به غړي د مشورې له لارې د اړتیا وړ ملاتړ کچه، ډول او بڼه ټاکي.
د فیدان د څرګندونو له مخې: تر هغې، چې پر یوه غړي هېواد برید نهوي شوی؛ هیڅ هېواد به د ګواښ په توګه نهګڼل کېږي.
ترکیه، چې له امریکا وروسته د ناټو دوهیم لوی پوځ لري؛ ویلي؛ دغه تړون کولی شي د سیمې نور هېوادونه هم په کې شامل کړي او موخه یې د موجودو ائتلافونو ځای نیول نهدي.
فیدان ویلي:« ناټو له ۳۲ هېوادونو سره یو لوی پوځي ائتلاف دی. مونږ دلته له درې هېوادونو پیل کړی او باید ډېر محتاط؛ خو عملي ګامونه واخلو.»
نوموړي زیاته کړې، د دغه تړون د وروستي کولو هڅې شاوخوا دوه کاله او اته میاشتې روانې وې.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه ائتلاف په چوکاټ کې به د ناټو اوسني جوړښت ته ورته د وزیرانو یوه کمیټه جوړه شي او عمومي دارالانشاء به یې په سعودي عربستان کې وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، عملیاتي جزئیات به د کمیټې په لومړۍ غونډه کې مشخص شي.
فیدان وایي:« زمونږ د ولسمشر لیدلوری دا دی، چې یوازې پر درې هېوادونو بسنه ونهکړو، بلکې ائتلاف پراخ کړو او د سیمې ټول هېوادونه تر دې چتر لاندې راټول کړو.»
نوموړي زیاته کړې، مصر هم د ځینو تخنیکي ستونزو له اواري وروسته له دې تړون سره یوځای کېدی شي.
په وروستیو میاشتو کې ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان او مصر د سیمهییزو مسایلو له ایران سره د جګړې، د څېړلو لپاره یوه ډله جوړه کړې ده.
ترکیې ویلي، دغه ډله، چې «آر۴» نومېږي؛ د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو کې د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه کوي.
فیدان همدارنګه ویلي، ترکیه باید په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره په نړیوال ائتلاف کې ونډه ولري؛ ځکه د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سمندري تګ راتګ امنیت د انقرې له ګټو سره مستقیم تړاو لري.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
تازه خبرونه4 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoروسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
-
لوبی4 days agoله پناه غوښتنې څخه د سکاټلنډ تر ملي لوبډلې؛ د افغان کرکټلوبغاړي زړهراکښونکې کیسه
-
تازه خبرونه4 days agoد مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
-
نړۍ4 days agoد امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
