د هوا حالاتو بدلونونه
په اروپا کې د تودوخې له کبله ۲۳۰۰ کسان مړه شوي
په دې څېړنه کې د جولای تر دوهیمې ۱۰ ورځې ارزول شوي، چې په کې د لویدیځې اروپا پراخې برخې د تودوخې له سختې حپې سره مخ شوې؛ په اسپانیه کې تودوخه د سانټیګراد ۴۰ درجو( د فارنهایټ ۱۰۴ درجې) ته رسیدلې او په فرانسه کې پر ځنګلونو اور لګیدلی دی.
د چارشنبې پر ورځ ( د چنګاښ اتهلسمه) د یوې چټکې پوهنیزې شننې له مخې، چې تېره اوونۍ پای ته رسېدلې؛ په ۱۲ اروپايي ښارونو کې شاوخوا ۲ زره ۳۰۰ کسان د تودوخې د اړوند څپې له امله مړه شوي دي.
په دې څېړنه کې د جولای تر دوهیمې ۱۰ ورځې ارزول شوي، چې په کې د لویدیځې اروپا پراخې برخې د تودوخې له سختې حپې سره مخ شوې؛ په اسپانیه کې تودوخه د سانټیګراد ۴۰ درجو( د فارنهایټ ۱۰۴ درجې) ته رسیدلې او په فرانسه کې پر ځنګلونو اور لګیدلی دی.
د لندن امپریل کالج او د لندن د حفظ الصحې او استوایي طب پوهنځي د پوهانو د څېړنې له مخې؛ په دې موده کې د ۲۳۰۰ اټکل شویو مړینو څخه ۱۵۰۰ یې له اقلیمي بدلون سره تړاو لري، چې د تودوخې څپې یې زیاتې کړې دي.
د لندن امپریل کالج څېړونکي ډاکټر بین کلارک ویلي: ” اقلیمي بدلون هوا له هغې خورا توده او خطرناکه کړې، چې کیدای شوه وه.”
دا څېړنه د بارسلونا، مادریډ، لندن او میلان په ګډون ۱۲ ښارونه رانغاړي او څېړونکو ویلي، چې د اقلیمي بدلون د تودوخې څپې؛ تودوخه د سانټيګراد تر ۴۰ درجې لوړه کړې ده.
څېړونکو د هغو مړینو د شمېر اټکل کولو لپاره له ایپډیمولوژیکي ماډلونو او تاریخي مړینې معلوماتو څخه کار واخیست، چې په ګوته کوي؛ هغه مړینې، چې تودوخه یې د مړینې اصلي لامل و او ورسره اصلي ناروغیو زیاتوالی موندلی دی.
پوهانو زیاته کړې، چې د دوی د مړینې شمېر اټکلي دی؛ ځکه، چې د تودوخې پورې اړوند ډېری مړینې په رسمي ډول نه راپور کیږي او ځینې حکومتونه دا معلومات نه خپروي.
د اروپايي اتحادیې د کوپرنیکس اقلیمي بدلون خدماتو د چارشنبې پر ورځ په یوه میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره میاشت د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کلونو له ورته میاشتو وروسته د ځمکې لپاره دا درېیم تود جون و.
کوپرنیک دا هم ویلي، چې لویدیځې اروپا خپل تر ټولو تود جون تجربه کړ، چې د سیمې ډېره برخه یې له ” تودوې څپې” سره مخ وه، چې – د سانټيګراد ۳۸ درجې وه.
د اروپا د روغتیا انسټیټیوټ څېړونکو په ۲۰۲۳ کال کې راپور ورکړ، چې د نوې څېړنې له مخې؛ شونې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې د اروپا له سختې تودوخې ۶۱ زره خلکو ژوند له لاسه ورکړی وي. دا ښیي، چې د تودوخې د چمتووالي لپاره د هېوادونو هڅې ناکافي دي.
په اتموسفیر کې د شنو خونو ګازونو زیاتوالی، چې په ټولیزه توګه د فوسیلي سونګ توکو له سوځولو څخه رامنځته کیږي، چې د وخت پر تېرېدو ورسره د ځمکې منځنۍ تودوخه لوړه شوې ده. د تودوخې دا زیاتوالی پدې معنا دی، چې کله د تودوخې څپه راشي؛ نو د تودوخې درجه نوره هم ورسره لوړیږي.