تازه خبرونه
په افغانستان کې خپلسرې ډلې د فعالیت اجازه نهلري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد د سېشنبې پر ورځ په یوه غږیز پیغام کې ویلي؛ د امنیت په اړه د افغانستان دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د چین او پاکستان د ځانګړو استازو لهخوا د راپورته شویو امنیتي اندېښنو په غبرګون کې ویلي؛ په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
مجاهد د سېشنبې پر ورځ په یوه غږیز پیغام کې ویلي؛ د امنیت په اړه د افغانستان دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
هغه زیاته کړې، که ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه تبلیغات یا اندېښنې رامنځته کوي؛ دا د هغوی خپله موضوع ده او د هېوادونو کورنۍ ستونزې له اسلامي امارت سره تړاو نهلري.
هغه ویلي:« افغانستان سراسري امنیت لري. هیڅ خپلسرې ډله دلته د فعالیت اجازه نهلري او د افغانستان خاوره هم د هیڅ هېواد پر ضد نهکارول کېږي، بلکې د دې موضوع مخنیوی شوی دی. که ځینې لوري د افغانستان په اړه اندېښنې رامنځته کوي یا تبلیغات کوي، دا د هغوی خپله موضوع ده. په افغانستان کې واقعي وضعیت دا دی؛ هیڅ داسې خپلسرې ډله نشته، چې د کوم لوري لپاره ګواښ وي او د فعالیت اجازه هم نهلري.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دوشنبې پر ورځ د سیمې د امنیت او د افغانستان اړوند وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې وې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پاکستان د ادعا له مخې، له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ګواښونو په اړه هم نظرونه شریک کړي وه.
تازه خبرونه
افغان سوکوهونکی د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور د یونان محکمې ته حاضر شو
یو افغان وګړی، چې په یونان کې د یوې سکاټلینډۍ مرستندویې د وژنې پر تور نیول شوی؛ د آتن محکمې ته حاضر شوی دی.
۲۶ کلن شریف احمدزی، چې د افغانستان سوکوهونکی هم دی؛ نن سهار د آتن د لومړنۍ محکمې د څارنوالۍ دفتر ته ولېږدول شو.
د سکاټلینډۍ وګړې الیزابټ جین راس جسد د جولای پر اتهلسمه د آتن د یوه پرېښودل شوي کور په یوه بکس کې موندل شوی و.
د محکمې غونډه د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې او تورن ته د محکمې لهخوا مدافع وکیل وټاکل شو. ټاکل شوې، چې هغه د نورو اورېدنو لپاره د پنجشنبې پر ورځ بیا محکمې ته حاضر شي.
احمدزی د عمدي وژنې، غلا او د وسلو اړوند سرغړونو پر تور نیول شوی دی.
د یونان پولیسو ویلي، تورن لومړی د وسلو د ناقانونه ساتلو پر تور نیول شوی و؛ خو وروسته څارنوالۍ پرې د عمدي وژنې او غلا تورونه هم ولګول.
څېړونکي ادعا کوي، چې نوموړي د راس له مړینې وروسته د هغې د بانکي کارتونو پر کارولو له بانکي حسابونو څخه له ۱۰ زره یورو ډېرې پیسې ایستلې دي.
پولیسو ویلي، تورن منلې، چې د راس جسد یې لېږدولی؛ خو د هغې وژنه ردوي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، څېړونکو هغه مهال تورن وپېژاند، چې د هغې پرېښودل شوې ودانۍ شاوخوا د څار کمرې وکتل شوې؛ هغه ودانۍ، چې د راس جسد په کې دننه په یوه بکس کې موندل شوی و.
چارواکي همداراز ادعا کوي، چې د راس له مړینې وروسته تورن د هغې له ګرځنده ټیلیفون څخه د هغې ملګرو او د کورنۍ غړیو ته پیغامونه لېږلي او وروسته یې ټیلیفون بند کړی دی.
یوناني رسنیو هم راپور ورکړی، چې تورن وروسته بل ټیلیفون اخیستی او په آتن کې یې د راس ملګرو، د خپلې مېرمنې په ګډون ته د یوه ناپېژانده«جهادي» پر نوم پیغامونه استولي او په ناسم ډول یې د راس د مړینې مسوولیت د هغې د مذهب له کبله منلی دی.
د سیمهییزو راپورونو له مخې، د تورن مېرمن هغه مهال شکمنه شوه، چې مېړه یې کور ته ستون نهشو، او وروسته یې د هغه د ټیلیفون له لارې هغه اپارتمان وموند، چې راس له ترورکېدا مخکې په کې اوسېده.
د دې پېښې په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان وضعیت بحراني دی او بیا سمون ته اړتیا لري- زلمی خلیلزاد
خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د زنداني کېدو د درېیمې کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې ویلي؛ اصلي پوښتنه دا ده، چې آیا د نوموړي زنداني کېدا پاکستان ته ګټه رسولې او که نه؟
خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، پاکستان د بهرني سیاست په ځینو برخو کې بریاوې لرلې دي؛ خو پوښتنه یې کړې:« آیا خلک او خپله پاکستان نن د درې کاله مخکې پر پرتله ښه وضعیت لري؟»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پوښتنې ځواب«پر څرګنده منفي» دی.
هغه زیاته کړې، د پاکستان اقتصاد په ټینګ وضعیت کې نهدی او حکومت یې د بېړنۍ مالي مرستې په لټه کې دی.
خلیلزاد ویلي، بلوچستان د بشپړ بغاوت پړاو ته داخل شوی، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر له تاوتریخوالي سره مخ دی او خیبر پښتونخوا هم ورته وضعیت لري.
خلیلزاد زیاته کړې، د بهرني سیاست په برخه کې هم ناکامۍ لیدل کېږي او د پاکستان اړیکې له افغانستان او هند سره خرابې شوې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د پاکستان عمومي وضعیت«بحراني» دی او دغه هېواد «بیا سمون» ته اړتیا لري؛ هغه څه، چې پر خبره یې کورنۍ پخلاینه او کورنی جوړجاړی هم رانغاړي.
تازه خبرونه
غړي هېوادونه اوسمهال د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په لټه کې نهدي -ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سېشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.
-
تازه خبرونه2 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion3 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی3 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا3 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
