تازه خبرونه
په افغانستان کې د فساد پروړاندې مبارزه باید لومړیتوب وي– م.م
ملګروملتونو په خپل راپور کې، چې نن خپور شوی؛ څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې پرلپسې او اغېزمنې هڅې د دغه هېواد د راتلونکي لپاره اړینې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د( د سولې او نیکمرغۍ لپاره د فساد پروړاندې مبارزه اړینه ده) ترسرلیک لاندې په خپل څلورم راپور کې د فساد پروړاندې د حکومت هڅو ته نغوته کړې او څرګندوي، چې اړوند مبارزې د افغانستان د خلکو په ژوند کې کوم مثبت بدلون ندی راوستی.
“Anti-corruption efforts and integrity reforms must be key priorities for #Afghanistan’s leadership, especially so given the country’s pressing challenges and opportunities around peace and development.” – UN envoy @DeborahLyonsUN. Read more: https://t.co/d0b1NBprX4. pic.twitter.com/bEMLj6TYWS
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 18, 2020
په تېر میلادي کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزه لپاره د اصلاحي ګامونو کموالی او د فساد پروړاندې د مبارزې په موخه د افغانستان د ۲۰۱۷ کال تګلارې ناکامي د دغه راپور اړینې برخې دي.
د رپوټ په بله برخه کې راغلي، چې تراوسه هم د فساد پروړاندې د مبارزې بنسټونه لکه د اداري فساد پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د زورواکانو او لوړ پوړیو چارواکو د محاکمې وس نلري.
ملګري ملتونه د افغانستان حکومت ته وړاندیز کوي، چې د تېرو لاس ته راوړنو پر بنسټ یوه اوږدمهاله او رښتیني تګلاره ژر تر ژره جوړه او په عدلي برخه کې اصلاحات عملي کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز په ډاګه کړې: په ځانګړي توګه د سولې او پرمختګ ننګونو او فرصتونو ته په کتو د فساد پر وړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي.
دغه راز هغې زیاته کړې: د کوویډ ۱۹بحران ته لاسرسی او د یوه سوکاله، هوسا او سالم افغانستان رامنځته کول روڼتیا او حساب منلو ته اړتیا لري، چې د هر ملت د راتلونکي لپاره بنسټونه جوړوي.
Fighting corruption in #Afghanistan must remain a priority. It’s crucial for peace & prosperity. New UN report reviews progress in reform, provides analysis & recommendations to tackle the blight. UN committed to back concerted government efforts. More: https://t.co/d0b1NBprX4. pic.twitter.com/2K3MZdBukA
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 18, 2020
د افغانستان پر شفافیت د څار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري ویلي: د فساد پر وړاندې حکومت ټولې هڅې ننداریزې وې.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، چې له فساد سره مبارزې د خلکو بې باوره نوره ډېره کړې ده.
د جمعیت ګوند کشر صلاح الدین رباني وایي: نړیواله ټولنه د افغانستان په حکومت جوړونه کې ناکامه ده.
د ملګروملتونو د دغه راپور په اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د افغانستان د حکومت لومړیتوب له فساد سره مبارزه ده او په تېرو ۵ کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرو.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې به د جنیوا په جوړیدونکې ناسته کې له افغانستان سره د راتلونکیو مرستو په اړه غور کوي؛ خو د ملګر ملتونو په راپور کې راغلي، چې دا مرستې به د فساد پروړاندې له مبارزې سره تړلې وي او ښایي د اقتصادي ستونزو له کبله افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پاملرنه لږ شي.