تازه خبرونه
په افغانستان کې د قطر پر همکارۍ د ډیپلوماسۍ روزنیز پروګرام ترسره شو
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون(انسټیټیوټ ) د قطر پر همکارۍ د «ډیپلوماسۍ نښلوونکې شبکې» تر سرلیک لاندې یو پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت وسپړل شو او عمرغانم د بېلابېلو هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې خپلې عملي تجربې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د پروګرام د وروستۍ برخې پر مهال په ځانګړو مراسمو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د قطر د کابل سفیر او د دې وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون رییس د ډیپلوماټانو د مسلکي روزنې او د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه راز تخصصي او ګډو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار او څرګندونې وکړې.
د یادونې ده، چې دا روزنیز پړاو د ګډونوالو د مننلیکونو پر وېش پای ته ورسېد.