کوید۱۹
په افغانستان کې د کروناویرس واکسین پلي کولو بهیر ورو شوې

د روغتیا نړیوالې ټولنې پرون چارشنبه د تلې ۱۴ وویل، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لپاره د واکسین کولو او کتنې بهیر د اګست له میاشتې راپدیخوا ورو شوی.
دې ټولنې زیاته کړې؛ که په افغانستان کې د کرونا واکسین پلی نشي، یو اعشاریه شپږ میلیون کرونا واکسین به تاریخ تېر شي.
دې ټولنې زیاته کړې، چې غواړي د دغې ستونزې د حل لپاره د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې کمپاین پیل کړي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ۵۰ زره د کرونا کتنې تجهیزاتو مرسته کړې او ۱۵۰ زره نور کېټونه به هم مرسته وشي.
دغه راز تېره میاشت په نیمروز ولایت کې د کرونا ویروس یو لابراتوار پرانستل شوی او تېره سې شنبه په کونړ ولایت کې ورته یو مرکز پرانستل شو.
دې ادارې زیاته کړې؛ په پروان، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې هم د لابراتوارونو مرکزونه تر کار لاندې دي، چې له بشپړیدو سره به یې د روغتیا نړیوالې ټولنې په ملاتړ د لابراتوارونو ټول شمېر ۳۶ ته ورسیږي.
د روان کال له اګست میاشتې راپدیخوا د روغتیا نړیوالې ټولنې په ټول افغانستان کې ۳۶۰ روغتیایي مرکزونو ته درمل لیږلي، چې ۳ اعشاریه ۹ میلیون کسانو ته روغتیایي خدماتونه تر سرهشي.
کوید۱۹
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سلیوان پر کرونا ویروس اخته شو

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویاندې ویلي، چې جیک سلیوان د شنبې پر ورځ له هغې وروسته پر کرونا یرویس اخته شو، چې یوه اوونۍ مخکې له ولسمشر جو بایډن سره د اووه پرمختللیو اقتصادونو د ډلې غونډې ته تللی و.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ادرین واتسن ویلي، چې سلیوان له بایډن سره نږدې تماس نه درلود او نښې یې هم نلرلې. دا یې پر کرونا د اخته کېدو لومړی ځل دی.
سپینې ماڼۍ د شنبې پر ورځ ویلي، سلیوان د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سینیګال د بهرنیو چارو له وزیر آیستا تال سال سره یوه لیدنه لرله. دغه راز یې د دوشنبې پر ورځ په لوګزامبورګ کې د چین له لوړپوړي دیپلومات یانګ جیچي سره څلور نیم ساعته لیدلي وه.
دا سمدستي روښانه نده، چې آیا پر کرونا اخته کېدل به یې سفري پلانونه اغېزمن کړي او که نه.
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې بایډن به د اووه ډلو د سرمشریزې لپاره سویلي آلمان ته سفر وکړي او د جون په وروستیو کې د ناټو سرمشریزې لپاره هسپانیا ته روان شي.
کوید۱۹
کاناډا د سفرونو لپاره پر کرونا واکسین ټینګار پای ته ورساوه

د کاناډا حکومت به د سې شنبې پر ورځ په الوتکو او اورګاډو کې د کورنيو او بهرنيو سفرونو پر مهال د کرونا ویروس واکسین د پلي کولو د ماموریت پای اعلان کړ.
د سي بي سي نیوز د راپور له مخې؛ حکومت د روانو محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ دی؛ خو د ویروس د کومي بلې بڼې له ودې او پراختیا سره به بېرته ور وګړزي.
د کاناډا فدرالي محدودیتونه د ناواکسین شوي خلکو پر سفر بندیز خوندي کړی او ټولو ملکي کارمندانو ته د واکسین لګولو سپارښتنه کوي.
تیره اوونۍ کانادا په هوایي ډګرونو کې خلکو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره د کرونا ویروس د کتنې بهیر د جون تر پایه وځنډاوه.
حکومت په دې اړه د رویټرز غوښتنو او پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.
کوید۱۹
د کرونا فایزر واکسین د کوچنيو ماشومانو لپاره ګټور دي

د امریکا د خواړو او درملو ادارې کارپوهانو تېره ورځ څرګنده کړې؛ د کرونا ویروس واکسین هغو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۶ میاشتو څخه تر ۴ کلونو وي؛ ډاډمن او بې زیانه دی.
د سرچینې د هغو اسنادو د څرګندونو له مخې، چې د یکشنبې پر ماښام خپاره شوي په ډاګه کوي، چې د دوی ارزونې په کوچنيو ماشومانو کې د واکسین کارولو په اړه هیڅ راز اندېښنې رامنځته شوې ندي.
پورې اړوند کوم نوي خوندیتوب اندیښنې ندي څرګند کړي.
د فایزر د شننې او څېړنې له مخې، چې اسناد یې د جون پر ۱۵ د بهرنيو مشاورینو له غونډې مخکې خپاره شوي؛ ماشومانو ته د یاد واکسین د پلي کولو سپارښتنه کوي.
د یاد واکسین کارول له شپږکلنۍ ټیټ عمرو ته تر دې دمه په ډېریو هېوادونو کې منل شوي ندي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې هیله دی؛ که دا واکسین د امریکا اړوند ادارې د کرونا ویروس د مخنیوی لپاره کوچینو ماشومانو ته ومنل شي؛ نو پلي کول به یې د جون پر ۲۱ پیل شي.
حکومتي چارواکو ويلي، چې له ۶ کلونو ټیټ عمره ماشومانو ته د دغه واکسین له پلي کولو سره به نوره لیوالتیا هم رامنځته شي.
د امریکا د خواړو او درملو ادارې د څرګندونو له مخې؛ د واکسینو دغه خوراک له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې ګټور دی.
-
تازه خبرونه4 days ago
د پکتیکا د عامې روغتیا مشر له زلزله ځپلو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
په افغانستان کې ۶.۱ درجې زلزلې مړګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده
-
تازه خبرونه3 days ago
د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول
-
نړۍ4 days ago
د پاکستان مرکزي بانک په تېلو کې د سپما لپاره خپلو کارکوونکیو ته له کوره د کار کولو سپارښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days ago
په تېرو لس میاشتو کې له ۲۵۰ زره ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ زلزله ځپلي اوس هم خوراکي توکو او سرپناه ته اړ دي
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد د افغان زلزله ځپلو لپاره د مرستې بېړنۍ نړیواله غوښتنه پیل کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
هند په کابل کې خپلې سفارتي چارې بیا پیل کړې