Connect with us

کوید۱۹

په ایران کې د کرونا ویروس نږدې ۹۰۰ نوې پېښې ثبت او ۲۴ کسان مړه شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

د ایران د روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس څه باندې ۸۹۱ نوې پېښې ثبت شوې دي او په همدې موده کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د ایران روغتیا وزارت د عامه اړیکو مرکز د یکشنبې پر ورځ ویلي: په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ اخته ۸۹۱ نوي ناروغان پېژندل شوي دي.

یادې سرچینې زیاته کړې؛ پر کرونا ویروس د اخته ۶۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

کوید۱۹

د کرونا ویروس نړیوال بېړنی حالت پای ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۲)

د روغتیا نړیوالې ټولنې اعلان کړی، چې د ژوند او اقتصاد تر اغېزو او د میلیونونو خلکو له مړینې درې کاله وروسته؛ کرونا ویروس نور “نړیوال روغتیا بېړني حالت نه‌دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ویلي، چې دې ویروس په نړۍ کې خپل ژور زخمونه پریښي او اوس د دې خبر اعلان د نمانځلو یوه شېبه ده.

دغه راز دې ټولنې حکومتونو ته هم خبرداری ورکړ، چې احتیاط وکړي او دا ویرس باید د نورو ساري ناروغیو تر څنګ تر ادارې او څارنې لاندې شي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر هغو ساینس پوهانو ته هم درناوی وکړ، چې د کرونا پر وړاندې یې د مبارزې لپاره حیاتي واکسین جوړ کړي دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تیدروس ادهانوم ویلي، چې لږ تر لږه اووه میلیون خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي؛ خو د مړینې رښتینی شمېر شونی دی، چې ۲۰ میلیون کسانو ته نږدې وي.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د ویروس له کبله د مړنې شمېر د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ په اوونۍ کې له ۱۰۰ زره څخه ډېر و؛ خو د اپریل تر ۲۴ درې زره پېنځه ته راټیټ شوی دی.

نوموړی وایي: پرون بېړنۍ کمیتې د پېنځلسم ځل لپاره غونډه وکړه او ما ته یې مشوره راکړه، چې د عامې روغتیا بېړني حالت پای ته ورسوي. ما دا مشوره ومنله؛ نو پر بشپړ ډاډ څرګندوم، چې کرونا ویروس د نړیوال روغتیا بېړني حالت په توګه نور پای ته رسیدلی دی.

هغه زیاته کړې: دا پرېکړه د څه مودې لپاره په پام کې نیول شوې وه او د معلوماتو د بشپړې شننې له مخې په ډاګه شوه.

په هر حال تیدروس خبرداری ورکړی، چې د خبرتیا د لوړې کچې پورته کول د خطر پای ته د رسیدو معنا نه‌لري او څرګندوي، چې که شرایط بدل شي بېړنی حالت بېرته پیل کېدی شي.

Continue Reading

کوید۱۹

چینایانو نوی سپوږمیز کال پر کرونا اخته قربانیانو ته د روغتیا پر دعا پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۱)

رویترز راپور ورکړی، چې چین د یکشنبې پر ورځ د نوي سپوږمیز کال په پیل کې له خپلو هغو خلکو سره، چې تېر درې کاله یې تر ناروغۍ لاندې مړینې، فشارونه او مالي ستونزې ګاللي؛ د روغتیا او ډاډګېرنې دعا وکړه.

په بیجینګ کې له لاما عبادتځي یا معبد څخه بهر شاوخوا یو کیلومتر کتارونه وغزېدل، چې د دسمبر له پیله د کرونایي محدودیتونو له پای ته رسیدو مخکې تړلي وه؛ په زرګونه خلک خپلو عزیزانو ته د دعا کولو لپاره د وار په تمه کتار ودرېدل.

له دې مخکې چارواکو د جنورۍ له ۱۳ څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د نږدې ۱۳ زره کسانو له مړینې خبر ورکړی و، چې په دې میاشت کې یا له هغې مخکې نږدې ۶۰ زره کسانو ته یې د مړینې کچه رسېدلې وه.

چینايي روغتیا پوهان وايي، چې په ټول هېواد کې د انتاناتو څپې لا دمخه لوړې شوې دي.

د چینایي چارواکو لخوا د مړینې راپور شوی شمېر هغه کسان ندي، چې په کور کې مړه شوي.

ځینو داکترانو ویلي، چې دوی د مړینې په سندونو کې د کرونا له لیکو هم ډډه کوي.

چين د جنورۍ پر ۱۴ نېټه د دسمبر له اتمې نېټې څخه د جنورۍ تر ۱۲ پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د څه د پاسه ۶۰ زره کسانو له مړينې خبر ورکړ، چې د دغې ناروغۍ له پیله د ټولو مړو شويو ۵۰۰۰ کسانو څخه ډېروالی ښيي.

ځینې روغتیا پوهانو ویلي، چې سږکال به په چین کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شي.

بریتانیا میشت روغتیایي معلوماتو شرکت ایرفینیتي وړاندویېنه کړې، چې په دې اوونۍ کې به هره ورځ د له دې ناروغۍ د مړینې کچه ۳۶۰۰۰ ته ورسیږي.

د چين د کمونست ګوند د چارواكو د راپور له مخې، د نوي سپوږمیز كال د ۴۰ ورځني سفر په لومړيو ۱۵ ورځو كې د جنورۍ له ۷ څخه تر ۲۱  نېټې پورې شاوخوا ۱۱۰ میليون د اورګاډي مسافرينو سفرونه کړي، چې د تېر كال په پرتله ۲۸ سلنه زياتوالى ښیي.

د دولتي CCTV د راپور له مخې؛ د نوي کال په ماښام کې د ریل پټلۍ، لویو لارو، کښتیو او الوتکو له لارې ټولټال ۲۶.۲۳ میلیون سفرونه ترسره شوي، چې له ناروغۍ مخکې یې کچه نیمایي وه؛ خو د تېر کال په پرتله ۵۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د شنبې پر ورځ د چین د ناروغیو څارنې او مخنیوي مرکز مشر ایپیدیمولوژیست وو زونیو ویلي؛ د رخصتۍ په بهیر کې شونې ده، چې د خلکو ډله‌ییز حرکت د وبا ناروغي خپره کړي؛ خو په نږدې وخت کې د کرونا دوه‌یمه څپه امکان نلري.

وو زنیو زیاته کړې، چې په راتلونکیو دوه یا درې میاشتو کې د کرونا ویروس د راګرځېدو احتمال شته؛ ځکه، چې ۸۰ سلنه خلک پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

له هغې وروسته، چې چين د جنورۍ پر اتمه نېټه خپلې پولې بېرته پرانيستې؛ يو شمېر چينايانو هم بهر ته د تګ راتګ سفرونه کړي دي.

رویترز راپور ورکړی، چې چین د آسیا ګرځندوی سیمو ته د چینایي سیلانیانو بېرته راستنیدو لپاره هڅې کوي، چې له وبا مخکې یې پرې ۲۵۵ میلیارد دالر لګولي دي.

Continue Reading

کوید۱۹

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس له نوې خپرېدونکې بڼې خبرداری ورکړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې XBB.1.5  نومی د Omicron کروناویرس نوې خپرېدونکې بڼه کشف شوې ده.

اوسمهال د دې نوې بڼې په اړه ډېر څه پېژندل شوي ندي؛ خو لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې دا نوې بڼه د Omicron کروناویرس د پخوانیو بڼو پر پرتله ډېر ساري او خپرېدونکې وي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس تخنیکي مشر ماریا وان کرکوف یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د XBB.1.5  بنې د ودې د غوره والي په اړه اندېښمن یوو.  

ساینس پوهان اوس هم نه پوهیږي، چې آیا دا نوې بڼه د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کیږي یا به د اوږدمهاله کرونا جدي پایلې ولري.

څېړونکي د XBB.1.5 پر وړاندې د واکسینونو څخه د ژغورنې کچه هم څېړي. دوی وايي، چې د دوه اړخیز (mRNA) واکسین د دې نوې بڼې پروړاندې د ژغورنې غوره لار ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!