Connect with us

روغتيا

په افغانستان کې له هیموفیلیا سره د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

 د اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له هیموفیلیا سره د مبارزې نړیواله ورځ  “ټولو ته د لاسرسي” تر سرلیک لاندې  ونمانځله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هیموفیلیا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې په هېواد کې درې زره کسان پدې ناروغۍ اخته دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا؛ که په هیموفیلیا ناروغۍ د اخته کسانو پر وخت درملنه ونه‌شي، ښايي د بدن یوه برخه یې فلج شي او ځینې وخت دغه ناروغي د مرګ لامل هم کیږي.

د دغه وزارت مالیې او ادارې مرستیال څرګنده کړی: خوشاله یم، چې نن زمونږ هېواد افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر هر کال د هیموفیلیا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي، چې موخه ترې د خلکو د پوهاوي لوړول او د ناروغانو روغتيايي حالت ته لاسرسی دی.

د روغتیا وزارت مرستیال زیاتوي، که څه هم دوی کافي بودیجه نه‌لري؛ خو د هیموفیلیا ناروغانو د درملنې لپاره یې بودیجه ځانګړې کړې. ټاکل شوې د زونونو پر کچه د دې ناروغۍ د تشخیص مرکزونه هم جوړ شي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛  په نړۍ زرګونه خلک پر دغې ناروغۍ اخته دي، چې دا مهال زمونږ په هېواد کې ۳ زره کسان پدې ناروغۍ اخته شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ دمګړۍ مونږ په کابل کې پر دغه ناروغۍ اخته ۸۵۷ کسان لرو، چې ۵۹ یې میرمنې دي.

که د هیموفیلیا ناروغانو په وخت درملنه ونه‌شي؛ د بدن ځینې برخې به فلج یا حتا ناروغ به مړ شي.

د تشخیصي وسایلو نشتوالی یا کموالی، د متخصصینو نه‌شتون او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي نشتوالی هغه نورې ستونزې دي، چې د دې ناروغۍ د خپریدو لامل شوي دي.

یو شمېر ګډونوالو ويلي، پانګوال باید د کیفیت لرونکیو مرکزونو د جوړولو لپاره اقدام وکړي، چې د هیموفیلیا ناروغان بهر ته لاړ نه‌شي.

هیموفیلیا یوه ارثي اختلال دی، چې پر هیموفیلیا اخته کس د پروتینونو د نشتوالي یا کمیدو او یا د انعقادي فکتورونو د نشتوالي له امله نشي کولی د وینې بهیدو مخه ونیسي.

هیموفیلیا بېلابېل ډولونه لري؛ خو ترټولو عام او پېژندل شوي یې په انسانانو کې د هیموفیلیا A – فکتور ۸ کمښت، د هیموفیلیا B او فکتور ۹ کمښت ډولونه دي.

روغتيا

قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د قطر د سرې میاشتې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره پر زړه د سوریو ۱۶۹ ماشومانو د درملنې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

دغه هوکړه‌لیک د شنبې پر ورځ ( د غویی نهه‌ویشتمه ) د قطر د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مشر محمد صالح ابراهیمي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه‌لیک د لاسلیک په مراسمو کې مطیع الحق خالص د قطر د سرې میاشتې ټولنې له پرله‌پسې مرستو هرکلي او مننه وکړه.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په تېرو دوه کلونو کې درې زره او ٩٤ ماشومان، چې د زړه پر سوري ناروغۍ اخته ول د درملنې لپاره کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

ویل کیږي، چې پدې ناروغۍ اخته زرګونه نور ماشومان درملنې ته پر تمه دي.

Continue Reading

روغتيا

د عامې روغتیا وزارت نن په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: )

عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د ګوزڼ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړی او په دې توګه له ګوزڼ څخه د خوندي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي.

دا کمپاین به د غویی تر دیارلسمې / د می تر دوه‌یمې نېټې روان وي.

عامي روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په دې پړاو کې له ۱۰ اعشاریه ۷ میلیون ډېرو ماشومانو ته، چې عمرونه یې له ۵ کلونو لږ وي؛ لاسرسي ومومي.

پولیو يا ګوزڼ يوه سارې نااعلاج ناروغي ده، چې په ماشومان کې د دايمي فلج سبب ګرځي؛ خو د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې د دغې ناروغي مخنیوی یوازې پر واکسین کولو شونی دی.

د یادونې ده، چې تېر کال په ننګرهار کې د ۶ مثبتو پېښو په اړه راپور ورکړ شوی و.

Continue Reading

روغتيا

قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.

د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!