روغتيا
په کندوز ولایت کې د چاودتالو او چاودشونډو ماشومانو وړیا درملنه کیږي
د کندوز ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ويلي؛ د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه کورني خیریه بنسټ لخوا د هغو لسګونه ماشومانو درملنه کیږي، چې تالو او شونډې یې چاودېدلي دي.
د سعادت روغتیايي مرکز مسوول الله نور ویلي؛ دا روغتیایي مرکز غواړي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو ۲۰۰ ناروغانو درملنه وکړي، چې د تالو یا شونډو پر چاود اخته دي.
د دې روغتیايي مرکز له جوړېدو یو کال کیږي او تر دې دمه یې د سلګونه هغو ماشومانو درملنه کړي، چې د تالو یا شونډو له چاوده ځورېدل.
نوموړي ویلي: تېر کال مونږ ۲۱۰ هغه ماشومان عملیات کړي، چې پر چاودتالو او چاودشونډو ناروغیو اخته ول او اوس ټول ښه شوي دي.
د کندوز د عامې روغتیا رییس نجیب الله ساحل وايي؛ نه یوازې د دې ولایت د ناروغانو درملنه دلته کیږي، بلکې له نورو ولایتونو څخه هم ناروغان د درملنې لپاره دلته راځي.
نجیب الله ساحل وایي: په پام کې ده، چې ۲۰۰ چاودتالو او چاودشونډي ماشومان تر درملنې لاندې ونیسو؛ دمګړۍ دا خدمات د زون پر کچه وړاندې کیږي او حتا له شبرغان او مزارشریف څخه هم خلک د درملنې لپاره دې ولایت ته راځي.
د دې ماشومانو د کورنۍ یو شمېر غړي وايي؛ دوی د خپلو ماشومانو د درملنې توان نلري او اوس خوشاله دي، چې په وړیا توګه د دوی د ماشومانو درملنه کیږي.
د داکتر له نسخې پرته د درملو کارول، بېوزلي، فقر او همدارنګه په تېرو څلور لسیزو کې د بېلابېلو وسلو کارول د معلولو ماشومانو د زیږون لاملونه بلل کیږي.
اوس په هېواد کې جکړه پای ته رسیدلې او خلکو ته د فقر د لمنې له ټولېدو هم دا هیله رامنځته شوې، چې نور په هېواد کې معلول ماشومان نړۍ ته رانشي.
روغتيا
روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټيبیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.
د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هنديالاصله سوداګر «ویکرام پونیا» لهخوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.
فارماسینتز اوسمهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.
په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو پیل کړ
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوهیم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
دا کمپاین به د می له اتهلسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوهویشتمې روان وي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
International Sports3 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه4 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
څار4 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
