تازه خبرونه

په افغانستان کې نږدې ۹۰۰ زره ماشومان له ډنګرېدنې ځوریږي – یونیسف

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ماشومانو د درملنې او له بشري ناورین سره د مبارزې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

یادې ټولنې نن (چارشنبه د لیندۍ ۱۶) په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې شاوخوا ۸۷۵ زره ماشومان د وزن له کمېدو سره مخ دي.

د ماشومانو دغه خیریه موسسه وايي، په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ماشومانو د درملنې او د بشپړې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره مرستې ته اړتیا لري.

دغه راز یونیسف پرون د یوې بشري غوښتنې له لارې څرګنده کړې، چې ماشومان په ټوله نړۍ کې له یوه تاریخي ناورین سره مخ دي.

دې ټولنې د ۲۰۲۳ ز. کال لپاره د ۱۰ اعشاریه ۳ میلیارد دالرو غوښتنه وکړه، چې په ټوله نړۍ کې پرې د ۱۱۰ میلیون ماشومانو روغتیایي ستونزې حل کړي.

Trending

Exit mobile version