روغتيا

په افغانستان کې هر کال د شکرې ناروغۍ له کبله ۱۰۰۰ کسان مري

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په کابل کې د شکرې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړې؛ د دې وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ ز. کال کې څه باندې ۱۷ زره کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته شول، چې ۱۰۰۰ کسان یې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیب الله اخوندزاده زیاته کړې: په ۲۰۲۲ ز. کال کې ۱۷ زره  ۴۹۹ کسان د شکرې پر ناروغۍ اخته شوي او د دې ناروغانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی.

د حبیب الله اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د هېواد ټول روغتيايي مرکزونه د شکرې ناروغۍ د تشخيص او درملنې وړتيا لري.

هغه زياته کړې، چې د پوهاوي په برخه کې نورې ډېرې هڅې روانې دي.

دغه راز د روغتيا نړيوالې ټولنې استازي نعيم الله ساپي په دې غونډه کې ويلي، چې دا ټولنه د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له عامې روغتيا وزارت سره همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړې: لکه څنګه، چې له عامې روغتیا وزارت سره په نورو برخو کې همکاري کوو؛ له خپلې وسې سره سم مو له شکرې ناروغۍ سره د مبارزې، څارنې او خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هم همکاري لرو.

په دې غونډه کې ګډونوالو دا هم ویلي، چې د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید خلک خبر شي او نړیوالې ټولنې باید د هېواد له روغتیايي سیستم ملاتړ وکړي.

په عامې روغتیا وزارت کې د وقایوي طب رییس حیدر خان حیدر ویلي: که مونږ همکاري ونه‌کړو، یو کس به ونه‌شي کولی، چې دغه ناروغي و څاري.

د داکترانو د څرګندونو له مخې؛ چاقۍ، د خواړو نامتوازن لګښت، د تنباکو کارول او د فزیکي فعالیت نشتوالی د شکرې ناروغۍ اصلي لاملونه دي.

Trending

Exit mobile version