تازه خبرونه
په افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
دا پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد د جنوبختیځو سیمو لپاره «له بیاهڅونې ترهڅېدنې: د کارپنځونې او کارموندنې نوښتونه» تر سرلیک لاندې د ۷۵ ښځو او ۷۵ نرینهوو په ګډون پلی شو. د زدهکړو دا کورسونه په لوګر او غزني ولایتونو کې ترسره شول او د بازار له اړتیاوو سره سم پر مهارتونو راوڅرخېد.
د کار نړیوالې ټولنې (ILO) په افغانستان کې ۱۵۰ پخوانیو روږدو(معتادینو) ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې برابرې او ورته یې د بیاهڅېدنې او اقتصادي ځانبسیاینې زمینه برابره کړې ده.
دا پروګرام په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد د جنوبختیځو سیمو لپاره «له بیاهڅونې ترهڅېدنې: د کارپنځونې او کارموندنې نوښتونه» تر سرلیک لاندې د ۷۵ ښځو او ۷۵ نرینهوو په ګډون پلی شو. د زدهکړو دا کورسونه په لوګر او غزني ولایتونو کې ترسره شول او د بازار له اړتیاوو سره سم پر مهارتونو راوڅرخېد.
ګډونوالو خپل سوداګریز کاري پلانونه چمتو کړل او ۶۰ غوره کسان یې د نورو مالي مرستو او لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) ته ور وپېژندل.
د کارپنځونې پر زدهکړو سربېره دې پروژې د کار په بدل کې د پیسو د ورکولو کاري فرصتونو ته هم لاسرسی زیات کړی دی. د بازار ارزونې له مخې؛ ۱۱۰ ګډونوال په بېلابېلو تخنیکي کورسونو کې لکه: لاسي صنایع، د موبایل رغول، برښنايي کارونه، د سولر سیسټمونو لګول، د موټرسایکل او خیاطي کاري برخو کې شامل شول.
دا نوښت، چې د افغانستان د ځانګړي اماني صندوق (STFA) له لوري تمویلېږي؛ د بیا روږدېدا په مخنیوي، د اقتصادي مقاومت پیاوړتیا او ټولنیز ادغام کې مهم رول لري.
د افغانستان لپاره د کار نړیوالې ټولنې لوړپوړي همغږي کوونکې ټیته حبیاکار ویلي، چې دا پروګرام د بیارغونې او اقتصادي هڅېدنې ترمنځ اړیکه څرګندوي او د مهارتونو او فرصتونو برابرول د پخوانیو روږدو د راتلونکې په بیا جوړونه او د ټولنې د مقاومت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند بار دیگر از حمایت صحی افغانستان اطمینان داد
مسوولان هندی میگویند این کمکها بیانگر تعهد دهلینو برای بهبود خدمات صحی و فراهمسازی دسترسی مردم افغانستان به درمانهای نجاتبخش است.
هند بار دیگر بر تداوم کمکهای بشردوستانه و همکاریهای صحی با افغانستان تأکید کرده و گفته است که تأمین درازمدت ادویههای ضروری در اولویت همکاریهای دو کشور قرار دارد.
بر بنیاد معلومات وزارت صحت و رفاه خانوادهٔ حکومت هند، جِیپی نَدا، وزیر صحت هند، با نورجلال جلالی، وزیر صحت عامهٔ افغانستان، دیدار و گفتوگو کرده است. در این دیدار، دو طرف روی تقویت همکاریها در بخش صحت و رسیدگی به نیازهای صحی مردم افغانستان بحث کردند.
در جریان این دیدار، بهگونهٔ نمادین ادویههای درمان سرطان و واکسینها به جانب افغانستان سپرده شد که نشاندهندهٔ تعهد دوامدار هند در حمایت از نظام صحی افغانستان است. همچنان وزارت صحت هند اعلام کرده که یک محمولهٔ بزرگ شامل ادویهها، واکسینها و یک دستگاه سیتیاسکن ۱۲۸اسلایس نیز در چارچوب کمکهای بشردوستانه به افغانستان ارسال میشود.
مسوولان هندی میگویند این کمکها بیانگر تعهد دهلینو برای بهبود خدمات صحی و فراهمسازی دسترسی مردم افغانستان به درمانهای نجاتبخش است.
تازه خبرونه
په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سېشنبې پر شپه د فیضآباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووهویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
