تازه خبرونه

په افغانستان کې پر ښځو د محدودیت په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړیږي

Published

on

د یوشمېرديپلوماتیکو سرچېنو د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته به د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه جوړه شي، چې افغان میرمنې یې په انجوګانو کې له دندو را ګرځولې دي.

د رویترز په څرګندونو کې راغلي؛ د بندو دروازو شاته دغه ناسته د عربي متحده اماراتو او جاپان په غوښتنه د روانې میاشتې پر ۱۳ نېټه رابلل شوې ده.

جاپان دا مهال د امنیت شورا دوره یې مشري پر غاړه لري.

د اسلامي امارت چارواکو د یوه مکتوب له لارې د تېر کال دسمبر پر ۲۴ نېټه د بې حجابۍ پر لامل په نادولتي انجوګانو کې د ښځو کار کول تر بل امره وځنډول. له دې مخکې یې د نجونو لوړې زدکړې هم ځنډولې وې. په داسې حال کې، چې واک ته له بیا رسېدو وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي هم تړلي پرېیښې دي.

ټاکل شوې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتين ګریفتس په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره په دې اړه بحث او خبرې ولري.

مارتین څو ورځې مخکې د اسلامي امارت دغه پرېکړه له نړیوالو ارزښتونو ښکاره سرغړونه نومولې وه.

د اسلامي امارت له وروستیو پرېکړو وروسته نږدې ۴ بنسټونو خپلې چارې وځنډولې او وایي، چې پرته له خپلو ښځینه کارکوونکیو دندې تر سره کولی نشي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ دا مهال د افغانستان نږدې ۹۷ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، دوه پر دری برخه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس نیوي ته اړتیا لري او شل ميلیون خلک له لوږې کړېږي.

Trending

Exit mobile version