Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نه‌لري – اسلامي امارت

فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نه‌لري.

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، په افغانستان کې د القاعدې په ګډون کومه بهرنۍ ډله شتون او حضور نه‌لري او افغانستان به کومې ډلې ته اجازه ورنه‌کړي، چې د دې هېواد خاوره د بل هېواد پر ضد کار وکاروي.

فطرت وايي، هغه ډلې، چې په تېر کې موجودې وې؛ حضور یې د تېر جهاد او د هغه وخت له اړتیاوو سره تړاو درلود، خو په سیمه کې له لویو بدلونونو وروسته وضعیت بدل شوی او اوس دغه ډلې په افغانستان کې حضور نه‌لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ټینګار کړی، په افغانستان کې د دغو ډلو د حضور د ثابتولو لپاره هم کوم شواهد په لاس کې نشته.

فطرت ویلي:« دغه ادعاوې یوازې مغرضې کړۍ او استخباراتي کړۍ مطرح کوي، چې غواړي افغانستان ناامنه وښيي، په سیمه کې ناامني پراخه کړي او له همدې کبله دا سناریوګانې مطرح کوي.»

د نوموړي د څرګندونو له مخې،« عیني واقعیت دا دی، چې اسلامي امارت وسله‌والو ډلو ته د کوم فعالیت اجازه نه‌ورکوي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په افغانستان کې د بهرنيو ډلو حضور «پروپاګند» بللی او ویلي یې دي: «مونږ دا ډول ادعاوې په کلکه ردوو.»

فطرت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د دغه هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

تازه خبرونه

متقي او اوورچوک د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.

Published

on


د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اوورچوک سره لیدلي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي
همغږۍ ترڅنګ یې د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او انرژۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې مثبتې بللي او د روسیې له رهبرۍ یې د افغانستان په اړه د مثبت سیاست له کبله مننه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې شته سیاسي همغږي باید پر عملي اقتصادي شراکت بدله شي او په سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییز اتصال، روسي پانګونې، انرژۍ، کانونو او بانکي او تادیاتي آسانتیاوو کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

الکسي اوورچوک هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره د روسیې چمتووالی څرګند کړی او څرګندوي، چې د عملي همکاریو د پیل لپاره اوس مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي د ټرانزیټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او په نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی او د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالي یادونه یې کړې ده.

اوورچوک هیله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا ۳۰ ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

Published

on

 

د امریکا د ۳۰ ایالتونو څارنوالانو د دې هېواد له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارډ کنګل شویو ډالرو قضیه وڅېړي؛ دا هغه شتمني ده، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان او د قربانیانو کورنۍ یې د غرامت لپاره غواړي.

د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو سترې محکمې ته په وړاندې کړي غوښتنلیک(عریضه) کې د بریدونو د قربانیانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ کړی؛ هغو کسانو، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي دي.

د دغه دفتر د څرګندونو له مخې، دغو کسانو له کلونو قضايي هڅو وروسته په ټوله کې د نږدې ۱۷ میلیارډ ډالرو غرامت د ترلاسه کولو حکمونه ترلاسه کړي؛ خو د امریکا د استیناف د دوه‌یمې حوزې محکمې حکم کړی، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارډ ډالر شتمنۍ د غرامت د ورکړې لپاره نه‌شي کارېدلی.

دغه شتمنۍ د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا سره سم د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا کنګل شوې دي. د امریکا حکومت وروسته د شاوخوا ۷ میلیارډ کنګل شویو ډالرو له نیمایي؛ یعنې ۳.۵ میلیارډ ډالرو څخه د افغان فنډ د جوړولو پرېکړه وکړه.

د امریکا د ایالتونو لوی څارنوالان استدلال کوي، چې د دغه هېواد قوانین د دغو شتمنیو د کارولو اجازه ورکوي.

د آیوا ایالت لویې څارنوالې برینا بِرډ ویلي؛ د بریدونو قربانیانو او د هغوی کورنیو د امریکا د قضايي نظام له لارې د عدالت او غرامت لپاره هڅې کړې دي او باید هغو پیسو ته لاسرسی ولري، چې محکمو ورته د غرامت په توګه ټاکلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل د افغانستان بانک د شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

آریانا افغان هوایي شرکت د یو پاکستاني شرکت ۱۵ کلن انحصار پای ته ورساوه

د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپ‌ویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.

Published

on

 

آریانا افغان هوایي شرکت ويلي، د ټکټونو د پلور، عملیاتي سیسټم او اوب‌پاڼې سیسټمونه یې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د یوه پاکستاني شرکت له انحصاره ووتل.

د آریانا افغان هوایي شرکت د رسنیو دفتر ویلي، یاد پاکستاني شرکت «زپ‌ویز» د لوړو بیو په بدل کې د کلونو لپاره د آریانا د ټکټونو د پلور او عملیاتي سیسټمونو کنټرول په لاس کې درلود او د دغو سیسټمونو تخنیکي معلومات او رازونه هم له دغه شرکت سره ساتل کېدل.

آریانا افغان شرکت ويلي؛ د دې شرکت نوی سیسټم د یوه ترکي شرکت پر همکارۍ فعال شوی، چې اوس مهال یې له عصري او معیاري خدمتونو څخه په اروپا، آسیا او افریقا کې له ۸۰ څخه ډېر نړیوال هوایي شرکتونه ګټه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!