تازه خبرونه
په ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) د اجرائیوي کمیټې په اووهاویايمه کلنۍ غونډه کې، چې په جنیوا کې جوړه شوې وه؛ د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې دغه هېواد له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو او پناهغوښتونکو کوربه دی او هغوی ته یې د زدهکړو او روغتیا په ګډون عامه چوپړتیاوې برابرې کړې دي.
د ایران یوه چارواکي ویلي، چې اوسمهال ۵۹ زره او ۶۵۸ افغان زدهکړیالان د دې هېواد په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې پر زدهکړو بوخت دي او تهران هم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د کډوالو کوربه هېوادونو ته خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) د اجرائیوي کمیټې په اووهاویايمه کلنۍ غونډه کې، چې په جنیوا کې جوړه شوې وه؛ د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې دغه هېواد له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو او پناهغوښتونکو کوربه دی او هغوی ته یې د زدهکړو او روغتیا په ګډون عامه چوپړتیاوې برابرې کړې دي.
یاراحمدي په ایران کې د افغان وګړو زدهکړو ته داسې نغوته کړې، زرګونه افغان زدهکړیالان د دغه هېواد په پوهنتونونو کې زدهکړې کوي او د افغانستان ګڼشمېر وګړي له دې مخکې د ایران له لوړو زدهکړو بنسټونو څخه فارغ شوي دي.
ایران د نړیوالو مرستو د زیاتېدا غوښتنه وکړه
د ایران بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر ویلي، چې د کډوالو کوربه هېوادونو ته د نړیوالې ټولنې مالي مرستې بسنه نهکوي او باید د کډوالو د کوربهتوب مسوولیت د هېوادونو ترمنځ په عادلانه توګه ووېشل شي.
هغه همدارنګه د مالي مرستو د زیاتېدا، د سرچینو د عادلانه وېش او د هغو خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې، چې د کوربه هېوادونو پرمختیايي مرستو ته لاسرسی محدودوي.
د یاراحمدي د څرګندونو له مخې، په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د فعالیتونو مالي اړتیا په تېرو کلونو کې شاوخوا ۱۴۰ میلیون ډالره اټکل شوې وه؛ خو په ۲۰۲۵ز.کال کې د دې مبلغ له لس سلنې څخه هم کمه برخه برابره شوې ده.
ملګرو ملتونو د ایران له کوربهتوب مننه وکړه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر برهم صالح له څو لسیزو راپدېخوا د کډوالو د کوربهتوب له کبله له ایران مننه کړې ده.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د ګڼشمېر افغان کډوالو او پناهغوښتونکو کوربه پاتې شوی دی .زدهکړو، روغتیايي چوپړتیاوو او نورو لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسی په دې هېواد کې د مېشتو افغان وګړو اړتیا ده.
دغو څرګندونو یو ځل بیا د کډوالو د کوربه هېوادونو لپاره د نړیوالو مرستو د زیاتولو او د کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو د مسوولیت د عادلانه وېش پر اړتیا ټینګار کړی دی.