نړۍ

په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول

حزب الله له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د عقیل مړینه تائید کړه او هغه یې د خپل لوړ پوړیو مشرانو څخه وبله؛ پرته له دې، چې د هغه د مړینې په اړه جزئیات ورکړي.

Published

on

اسرائیلو ويلي؛ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د یوه هوايي برید له کبله د حزب الله یو لوړ پوړی قومندان ابراهیم عقیل د دغې ډلې له نورو لوړ پوړو غړیو سره ووژل شو.

د لبنان د روغتیا وزارت د ۱۴ کسانو مړینه تائید کړې ده.

دا برید د جمعې پر ورځ (د وږي دېرشمه) د بیروت د جنوبي ښارګوټي په هغه سیمه کې رامنځته شو، چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د یوې کلنې جګړې د زیاتېدو نښه ده.

د رویټرز خبري سرچینو د راپور له مخې؛ د اسرائیلو پوځ او په لبنان کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دې هوايي برید کې ابراهیم عقیل د حزب الله د نورو لوړ پوړیو غړیو سره یوځای وژل شوی دی.

حزب الله له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د عقیل مړینه تائید کړه او هغه یې د خپل لوړ پوړیو مشرانو څخه وبله؛ پرته له دې، چې د هغه د مړینې په اړه جزئیات ورکړي.

حزب الله له خبرپاڼې وروسته د عقیل لنډ ژوندلیک خپور کړ او په دې اړه یې وویل، چې هغه د بیروت د سویل په ضاحیه ښار کې د نوموړي وژل د اسرائیلو خاینانه وژنه وبلله.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې د جمعې د ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه څرګنده نده، چې په دغو تلفاتو کې عقیل او د حزب الله نور قومندانان هم شامل دي او که نه.

یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې د حزب الله لږ تر لږه شپږ نور قومندانان هغه مهال ووژل شول، چې څو راکټونه د ودانۍ پر ګراج ولګېدل.

دا په څه کم دوه میاشتو کې دوه‌یم ځل دی، چې اسرائیل په بیروت کې د حزب الله یو پوځي قومندان وژني. د جولای په میاشت کې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د حزب الله یو لوړ رتبه پوځي قومندان فواد شکر ووژل شو.

اسرائیلي چارواکي وايي؛ تر هغې به دا نوي پوځي بریدونو روان وي، چې د لبنان پولې ته څېرمه سیمه خوندي نکړي.

Trending

Exit mobile version