تازه خبرونه
په تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري تخار ته د خپل سفر پر مهال د سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو، عالمانو او د دې ولایت اوسېدونکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.
هغه ټینګار کړی، چې اوسني نظام د افغانستان د خلکو د عقیدې، کلتور او ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د پیاوړتیا او دوام لپاره یې متحد پاتې شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي: «نن ټول افغانستان له امنیت برخمن دی؛ داسې آزادي لرو، چې په نړۍ کې ساری نهلري او د ملي یووالي داسې شاهدان یوو، چې په تاریخ کې یې ساری کم دی.»
هغه زیاته کړې؛ د افغانستان اوسنی نظام د خلکو د جهاد، ملاتړ او سرښندنو پایله ده او دا نظام د نوموړي د څرګندونو له مخې د خلکو له عقیدې او کلتور برخمن دی.
د سرحدونو وزیر ټینګار کړی: اسلامي امارت د جګړې اراده نهلري؛ خو که ګواښ ورته رامنځته شي، د هېواد دفاع «فرض عین» ګڼي او د افغانستان له هرې لوېشتې خاورې به دفاع کېږي.
د غونډې ګډونوالو او قومي مشرانو هم په دې غونډه کې له اوسني نظام ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد ساتنه او د خلکو ملاتړ د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.
ویل کیږي، چې خلکو د ګواښونو پر وړاندې پر درېدا ټینګار وکړ او د هېواد د ثبات او امنیت د ساتلوغوښتونکي شول.