تازه خبرونه
په تخار کې یوه ښځه او د هغې ماشوم له کلونو ځانګړي بند وروسته وژغورل شول
د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې، دا ښځه شاوخوا اووه کاله مخکې د خپل مېړه لهخوا د رستاق ولسوالۍ د بیشکند کلي په یوه ورانه ودانۍ کې، چې د څارويو د ساتنې لپاره کارېده؛ ناقانونه بندي شوې وه. د هغې ماشوم هم څو کاله وړاندې د همدې کس لهخوا د خپلې مور ترڅنګ په هماغه ځای کې بندي شوی و.
د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې د رستاق ولسوالۍ پولیسو د خلکو د راپور او پر وخت اقدام په پایله کې یوه ښځه او د هغې ماشوم له کلونو ځانګړي بند څخه ژغورلي دي.
د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې، دا ښځه شاوخوا اووه کاله مخکې د خپل مېړه لهخوا د رستاق ولسوالۍ د بیشکند کلي په یوه ورانه ودانۍ کې، چې د څارويو د ساتنې لپاره کارېده؛ ناقانونه بندي شوې وه. د هغې ماشوم هم څو کاله وړاندې د همدې کس لهخوا د خپلې مور ترڅنګ په هماغه ځای کې بندي شوی و.
چارواکي وایي، له ژغورنې وروسته ښځه او ماشوم د درملنې او اړینو روغتیايي پاملرنو لپاره د رستاق ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د تخار امنیه قومندانۍ زیاته کړې، چې د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او دوسیه یې د رستاق ولسوالۍ د کشفي او څېړنیزو ارګانونو تر هر اړخیزو پلټنو لاندې ده.
یادې قومندانۍ له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د عدالت د خوندیتوب، د هېوادوالو د حقونو د خوندي کولو او ټولو جرمي قضیو د جدي څېړنې لپاره به لازم اقدامات وکړي.
امنیتي چارواکو د تخار ولایت له اوسېدونکو غوښتي؛ که ورته پېښې وویني، ژر تر ژره یې له امنیتي ارګانونو سره شریکې کړي، چې د دې ډول بېعدالتۍ او ظلم مخه ونیول شي.