تازه خبرونه
په تخار کې یو کس د خپلې ښځې د وژلو پر تور ونیول شو
د تخار ولایت پولیسو ویلي؛ هغه کس یې نیولی، چې دوه ورځې مخکې یې د دې ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې خپله ښځه پر چړو وژلې او له خپل دوه میاشتني ماشوم او مور سره تښتیدلی و.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر زیاته کړې؛ ذکیه ۲۰ کلنه وه او دغه پېښه دوه ورځې مخکې رامنځته شوې، چې یې کورنی تاوتریخوالی دی.
هغه وایي؛ تورن کس هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې له دې ولسوالۍ وتښتي.
اسیر زیاته کړې؛ له تورن کس سره د همکارۍ پر تور ۶ کسان د یوې ښځې په ګډون هم نیول شوي دي.