تازه خبرونه
په تېرو شپږ میاشتو کې نږدې ۳۰۰۰ ولسي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې – د بشري حقونو راپور
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل شپږ میاشتني راپور کې څرګنده کړې، چې د روان میلادي کال په ۶ میاشتو کې له ۸۸۰ جګړه ییزو پېښو څخه ۱۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷۴۴ ټپیان دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ملکي مرګ و ژوبلې په اړه د دوه زره شلم میلادي کال د لومړیو شپږ میاشتو راپور وړاندې او خپور کړ، چې په کې راغلي؛ په دغه موده کې په اته سوه اتیا پېښو کې یو زر و دوه سوه دیارلس ولسي وګړي وژل شوي او یو زر و اووه سوه څلور څلوېښت ټپیان شوي دي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ یو دېرش په سلو کې تلفات په هدفي بریدونو کې رامنځته شوي، ۳۶ دېرش په سلو کې په ماینونو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي، ۱۱،۷ سلنه په ځانمرګو بریدونو او ۱۱،۵ سلنه په نورو نښتو، هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. په ټولیزه توګه ۵۳۳ ولسي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۴۱۲ ټپیان دي. ۲۵۹ کسان د ماین په چاودنو او موټر بم بریدونو کې وژل شوي او ۵۰۷ نور ټپیان شوي دي. د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ولسي وګړیو ځاني زیان ۱۹ په سلو کې ډېر شوي او د ښځو تلفات بیا د همدې مودې په پرتله پنځوس په سلو کې کم شوي دي.
د بشري حقونو د راپور له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې په پرتله په روان کال کې ولسي تلفات نولس په سلو کې لوړ شوي دي. اته څلوېښت په سلو کې وسلوال طالبان، پېنځلس په سلو کې افغان ځواکونه او او شپږ ویشت په سلو کې نامعلوم وسلوال او د پاتې نورې مرګ و ژوبلې مسوول داعشیان او بهرني سرتېري نومول شوي دي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي؛ پر ۲۰۲۰ کال په توغندیزو بریدونو کې ۳۷۸ عام وګړي ځاني زیانمن شوی، چې ۱۱۷ یې وژل شوي ۲۶۱ یې ټپیان دي.
دوی دا هم په ډاګه کړې، چې د ټولې مرګ و ژوبلې ۴۸،۵ په سلو کې وسلوال طالبان او ۲۶،۷ په سلو کې نا معلوم وسلوال بلل شوي. د ۱۵،۵ په سلو کې د مرګ و ژوبلې عاملان دولتي ځواکونه ۶،۳ په سلو کې داعشیان او ۲،۳ په سلو کې نړیوال سرتېري په دې مرګ و ژوبله کې ګرم پېژندل شوي. پاتې نور پر کونړ، کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان پر توعندیزو بریدونو یا وژل شوي او یاهم ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالبصیر قانع هم مني، چې په ځينو مواردو کې د دوی لخوا ملکیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو ټينګار کوي، چې په جګړه کې تر خپل توان پورې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د جګړې پر ښکېلو غاړیو غږ کوي، چې د بشري حقونو نړیوال میثاقونه په پام کې ونیسي او د جګړې پر وخت د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.
د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جيپي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرلهپسې ژمنتیا ښیي.
د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سيټيسکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.
ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې او نړيوال بانک د افغان کارپنځوونکو لپاره د کاري فرصتونو مرستندويه پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه2 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان مالیې وزارت مرستیال د هند پر پانګونې ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
