Connect with us

سوداگري

په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو د پانګونې جواز اخیستی – چارواکي

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي  له  تېرو ۱۵ میاشتو راپدیخوا  بهرنیو پانګوالو په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره ۱۵۰ جوازونه اخیستي او ځینو یې پانګونه هم پیل کړې ده.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په هېواد کې ورځ تر بلي د کورنۍ او بهرنۍ  پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې دی.

د دې وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدیخوا د ټول هېواد پر کچه ۱۵۰ بهرنیو پانګوالو جوازونه تر لاسه  کړي، چې په دې  کې ډېري  د چین، انګلستان، امریکا، کانادا، پولیند، هالیند، خلیج هېیوادونه، ازبکستان، پاکستان، ایراني پانګوال او شرکتونه شامل دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې پانګوالو په بېلا بېلو برخو کې د پانګونې لپاره خپل لومړني کارونه  پیل کړي دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ په هېواد کې تر بل هروخت د پانګونې لپاره زمینه مساعده شوې او ټول بهرني او کورني پانګوال کولی شي په  افغانستان کې ډاډمنه پانګونه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام آخوندزاده وایي: باوری یوو، چې د کانونو په برخه کې به پانګونه زیاته شي. د کانونو عمومي استخراج تر اوسه له یو فیصده کمه کچه لري. چین او عربي متحده امارات د کانونو په برخو کې ډېر تمرکز لري او پانګونه کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین هم په هېواد کې د لويې بهرنۍ پانګونې په برخه کې د جوازونو له ورکړې هرکلی کوي او څرګندوي، چې په هېواد کې اوس د لویو پانګونو ترسره کیدو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا او همداراز مناسب چاپېریال رامنځته شوی.

دوی زیاتوي، چې له دې فرصته  باید په لویه کچه ګټه پورته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي: په هېواد کې لوی اقتصادي ظرفیتونه مات شوي؛ نو له همدې کبله اوس د دې اړتیا ده، چې په هېواد کې پانګونه وشي او د پانګونې لپاره دننه په هېواد کې مناسب بستر هم رامنځته شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان پدې باور دي؛ که اسلامي امارت وتوانیږي، چې د کانونو د استخراج او پانګونې ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ او د انرژۍ د تولید په برخو کې هم د سیمي او نړۍ د هېوادونو پانګونه جذب کړي؛ نو په افغانستان کې به د فقر او اقتصادي  بحران کچه خورا چټکه وده وکړي. 

سوداگري

افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ خپله تکیه راکمه کړي – اسلامي امارت

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې؛ د ملي درنښت، سوداګریزو ګټو او د هېواد د وګړو د حقونو ساتنې لپاره پرېکړه شوې، چې افغان سوداګر باید د پاکستان له لارې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خپله تکیه راکمه کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سوداګرو سره په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان سوداګریزې لارې بندې ساتي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلې په توګه کاروي.

په دې غونډه کې ملا‌برادر له سوداګرو وغوښتل، چې د امکان تر حده له پاکستان سره له سوداګرۍ ډډه وکړي او د خپلو توکو د ټرانزیټ لپاره بدیلې لارې وکاروي.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه واردات باید بدیلو بازارونو او هېوادونو ته واستول شي، ځکه اوسمهال بېلابېل غوراوي لرو.

هغه دا هم ویلي، چې د درملو واردات باید په بشپړ ډول راکم شي او سوداګر باید خپل حسابونه او معاملې له پاکستان څخه راټولې کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې افغان سوداګرو ته په یوه میاشت کې د تورخم د دروازې له تړل‌کېدا ۲۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

دا پرېکړه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو د زیاتوالي او د پاکستان له‌خوا د لارو د پرله‌پسې تړلو وروسته رامنځته شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

Published

on

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د سوداګریزو لارو بندېدا د افغانستان او پاکستان سوداګرله پراخو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

رسمي سرچینو ویلي، چې د اوکټوبر له دولسمې څخه تر یودېرشمې پورې د ۸ لارو د تړل‌کېدا په پایله کې له ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر مستقیم زیانونه اړولي او زرګونه لارۍ او سوداګر د لارو دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ خوسا کېدونکي توکي په ګمرکونو کې له منځه تلي او سلګونه ټنه تازه میوو او خواړو زیانونه لیدلي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې: افغانستان هره میاشت له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او ۶۰ میلیون ډالر صادروي؛ خو د لارو تړلو دا بهیر په ګډوډ کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات بند شوي دي.

د دې بحران په پایله کې زرګونه کارګران اغېزمن شوي او له زر څخه زیاتې لارۍ د کراچۍ په بندر کې ولاړې پاتې دي.

همدارنګه، راپورونه ښیي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶ سلنه کمه شوې، چې تېر کال له ۵۰۲ میلیون ډالرو څخه ۴۷۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په سپتمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم د تېر کال پر پرتله ۱۳ سلنه کم شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر معافیت وغځول شو

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

Published

on

ایکانومیک ټایمز د څرګندونو له مخې؛ امریکا د چابهار بندر معافیت د راتلونکي کال تر پیل پورې غځولی، چې د هند د سیمه‌ییز اتصال پلان لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او له افغانستان، مرکزي آسیا او روسیې سره د نوي ډیلي د اقتصادي اړیکو پراخولو لپاره لار اواروي.

ایکانومیک ټایمز څرګندوي؛ دا غځېدا د هند او امریکا ترمنځ له ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه. نوي ډیلي ټینګار کړی، چې د چابهار بندر پرله‌پسې فعالیت نه یوازې د سیمه‌ییز اتصال پروګرام د بریالیتوب لپاره، بلکې افغانستان ته د بشري مرستو په اړه هم اړین دی.

اسلامي امارت د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره له چابهار بندر څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې غوښتنه کړې ده.

اقتصاد وزارت د چابهار فعالیت د سیمې او افغانستان لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ افغانستان هڅه کوي، چې د چابهار له لارې خپل صادرات او ټرانزیټ ته پراختیا ورکړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې له چابهار څخه افغانستان د خپلو صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا په هڅه کې دې.

نوموړي زیاته کړې؛ له دې لارې فعالیت کېدی شي د منځنۍ او جنوبي آسیا تر منځ د دهلیز په توګه مطرح شي.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ د پرا ختیا لپاره د ولایتي ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي هم په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ایران د تېلو صادرات د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکو ويلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د پولې دواړو غاړو ته د ولایتي ظرفیتونو کارول اړین دي. د چابهار بندر فعالیت او په کې د ظرفیتونو جوړېدل به نه یوازې دافغانستان پر اقتصاد، بلکي د سیمې پر اقتصادي همکاریو هم مثبتې اغېزې لري.

 راپورونه ښيي؛ روسیه، د قزاقستان او ازبکستان له لارې هم غواړي، چې له دې بندر څخه د هند او نورو آسیایي هېوادونو سره د سوداګرۍ د ودې لپاره کار واخلي.

ویل کیږي، چې چابهار بندر د هند او ایران ترمنځ د لس کلن تړون له مخې فعالیت کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتي، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو ته زمینه برابروي، چې په وروستیو اوونیو کې هند له دې لارې افغانستان ته څو امبولانسونه او طبي مرستې هم لېږلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!