تازه خبرونه

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له پرونۍ زلزلې ۲۰ کسان ټپیان او ۶۰۰  کورونه ویجاړ شوي

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ په افغانستان کې تېره ورځ زلزلې يو ځل بيا د خوست سپېره او د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍ ولړزولې؛  شل کسان ټپيان شوي او له ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ دي.

د دوشنبې ورځې له ماسپښین وروسته د پکتیکا ولایت ګیان او د خوست ولایت سپیره ولسوالۍ یو ځل بیا د ریښتر پر کچه ۵.۱ درجې زلزلې ولړزولې.

مسوولین وايي، چې تازه ۵ اعشاریه یوې درجې زلزلې د پکتیکا په ګیان او د خوست په سپیره ولسوالیو کې شل کسان ټپیان کړل او شپږ سوه هغه کورونه یې بشپړ ویجاړ کړل، چې په تېره زلزله کې یې زیان لیدلی و.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د عامه پوهاوي او نشراتو مشر محمد نسيم حقاني ويلي؛ د دوشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۲۷ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له رامنځته شوې زلزلې څوک مړه شوي ندي؛ خو ٢٠ کسان ټپيان دي او له ٦٠٠ ډېر کورونه ويجاړ شوي.

د پکتیکا د ګيان ولسوالۍ يو شمېر اوسیدونکي وايي، چې له زيانمنو شويو خلکو سره دې د کورونو د جوړولو په برخه کې مرستې وشي.

د پکتیکا په دې لیرې پرته سیمه  کې کابو یوه میاشت مخکې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه دوه درجې زلزلې سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه یې ونړول.

د پوهنتون استاد ځمکپوه بهرام بیرم ويلي؛ د زلزلې د زیانونو د مخنیوي لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي او پخپل  وخت خلکو ته مرستې ورسیږي.

د طبیعي پیښو د مدیریت څانګوال سید عبدالباسط رحماني ټینګار کوي، چې په دې زلزله ځپلو سیمو کې د باکیفیته کورونو جوړولو ته اړتیا ده.

دې زلزلې د خوست سپیره ولسوالۍ هم لړزولې ده او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي؛ اسلامي امارت د زیانمن شویو خلکو لپاره د سرپناه جوړولو پر پروګرام کار روان دی.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت د وزارت د نشراتو رییس محمد نسیم حقاني ویلي؛ اسلامي امارت پر یوه داسې پلان کار کوي، چې له مخې به یې ډېر ژر زیانمنو کسانو ته د دایمي سرپناه د جوړولو چارې پیل شي.

له سیمې څخه تر لاسه شوي راپورونو په ډاګه کړې، چې د دوشنبې له ورځې راپدیخوا په دې ولسوالیو کې درې ځلې زلزله شوې ده. د سیمې خلک په وېره کې دي او د ستونزې د بنیادي حل غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version