سوداگري

په روان کال کې پاکستان ته د ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۴, ۱۴۰۲)

د سودګرۍ او پانکونې خونې مسوولینو ويلي؛ د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.

پاکستان ته د صادراتو د زیاتوالی په اړه د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته د څه باندې شپږ سوه میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد په صادراتو کې منظمه پرا ختیا راغلي. که څه هم د پاکستان د مرکزي بانک لخوا افغانانو ته ستونزې جوړيږي؛ خو بیا هم د څه باندې ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات تر سره شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د دې صادراتو ډېره برخه غالۍ، وچه میوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي.

خصوصي سکتور ډاډ څرګندوي او وایي؛ ورځ تر بلي د هېواد صادرات د پراختیا په حال کې دي او د تازه میوو د نوي فصل له رسیدو سره به د هېواد د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ويلي، چې په روان کال کې له پاکستان سره د سوداګرۍ او صادراتو بهیر په منظم  ډول پرمخ روان دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هڅې نورې هم زیاتې شي.

دوی وايي، چې تېر کال يي یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پاکستان ته صادرات تر سره کړي. په روان کال کې هم له پاکستان سره منظم ډول صادارت او واردات روان دي اوهیله ده، چې د اقتصادي فعالیتونو کچه به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوره هم پراخه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبداسلام جواد آخوندزاده  وایي: مونږ تېر کال پاکستان ته یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت صادرات درلودل او اوس هم د تورخم، غلام خان، سپین بولدک څخه صادرات روان دي. هیله لرو، چې په روان کال کې به د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي نورې هم  پراخي شي.

د خصوصي  سکتورغړي د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره بولي او د سکتوري بنسټونو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښي سوداګریزې او ترانزیتي اړیکي تنظیم او دې بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړي.

 

Trending

Exit mobile version