سوداگري
په روان کال کې پاکستان ته د ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي
د سودګرۍ او پانکونې خونې مسوولینو ويلي؛ د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.
پاکستان ته د صادراتو د زیاتوالی په اړه د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولینو ويلي، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې پاکستان ته د څه باندې شپږ سوه میلیون دالرو پر ارزښت صادرات شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: د روان میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د هېواد په صادراتو کې منظمه پرا ختیا راغلي. که څه هم د پاکستان د مرکزي بانک لخوا افغانانو ته ستونزې جوړيږي؛ خو بیا هم د څه باندې ۶۰۰ میلیون دالرو پر ارزښت صادرات تر سره شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د دې صادراتو ډېره برخه غالۍ، وچه میوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې دي.
خصوصي سکتور ډاډ څرګندوي او وایي؛ ورځ تر بلي د هېواد صادرات د پراختیا په حال کې دي او د تازه میوو د نوي فصل له رسیدو سره به د هېواد د صادراتو کچه نوره هم لوړه شي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت ويلي، چې په روان کال کې له پاکستان سره د سوداګرۍ او صادراتو بهیر په منظم ډول پرمخ روان دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره به هڅې نورې هم زیاتې شي.
دوی وايي، چې تېر کال يي یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت پاکستان ته صادرات تر سره کړي. په روان کال کې هم له پاکستان سره منظم ډول صادارت او واردات روان دي اوهیله ده، چې د اقتصادي فعالیتونو کچه به د دواړو هېوادونو ترمنځ نوره هم پراخه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبداسلام جواد آخوندزاده وایي: مونږ تېر کال پاکستان ته یو اعشاریه دوه میلیارد دالرو پر ارزښت صادرات درلودل او اوس هم د تورخم، غلام خان، سپین بولدک څخه صادرات روان دي. هیله لرو، چې په روان کال کې به د دواړه هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي نورې هم پراخي شي.
د خصوصي سکتورغړي د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره بولي او د سکتوري بنسټونو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښي سوداګریزې او ترانزیتي اړیکي تنظیم او دې بهیر ته نوره هم پراختیا ورکړي.
سوداگري
له ایران څخه افغانستان ته ریلي لېږدونه ۱۷ برابره شوې
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې سږ کال له افغانستان سره د دې هېواد د اوسپنېپټلۍ له لارې سوداګریزې راکړې – ورکړې ۱۷ برابره زیاتې شوې دي.
د ایران د اوسپنېپټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقيزاده ایرنا خبري سرچینې ته ویلي؛ د روان کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر پېنځمې پورې ۶۵۰ زره ټنه توکي د اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ لږ تر لږه ۱۵۰ زره ټنه له دې توکو څخه ټرانزیټي توکي وه؛ یعنې دا مالونه له نورو هېوادونو څخه د ایران له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
نقيزاده څرګنده کړې، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د ایران هدف دا دی، چې د شمتیغ له پولې څخه ۲ میلیون ټنه توکي تېر شي او دا موخه په آسانه د لاسته راوړلو وړ ده.
سوداگري
ازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه
د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجایوف په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ازبکستان او افغانستان په پام کې لري، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.
د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.
خوجایوف زیاته کړې؛ په تېرو پېنځه کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ ځله زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هم بحث کړی او دغه راز یې ازبکستان ته د افغان پلاوي د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه زیاته کړې، چې له مبارکې روژې وروسته به همکارۍ عملاً په کابل ښار کې د یوه سوداګریز فورم د جوړولو او د ځانګړو محورونو پر بنسټ د یوې نقشې د ترتیبولو له لارې پیاوړې شي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک لوري سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې تر سره کړي.
سوداگري
افغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.
د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ټرانزیټي توکي، چې د چمن او کوټې په ښارونو کې له میاشتو– میاشتو راپدېخوا بند پاتې ول، اوس یې د بیا صادرولو لپاره د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه ترلاسه کړې ده.
د پاکستان فډرالي عوایدو ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د کراچۍ او قاسم بندرونو ته د ټولو بند پاتې توکو د “بېرته لېږد” بهیر پر رسمي بڼه منل شوی دی.
دا پرېکړه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د تېر کال د تلې د نښتو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهمې لارې بندې او د کراچۍ بندرونو له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري درېدلې وه.
د نوې لارښوونې له مخې؛ په چمن او کویټه کې بند پاتې سوداګریز توکي به له اصولو سره سم او د ګمرک د کارکوونکو تر څار لاندې کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي. جواز لرونکي ټرانسپورتي شرکتونه باید لومړی خپل رسمي غوښتنلیک وسپاري او بیا دې د هر ۱۵ باروړونکو لاریو کاروان د یوه ګمرکي کارمند پر ملتیا حرکت وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي سوداګرۍ اوږده ځنډ او خنډ افغان او پاکستاني سوداګرو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او زرګونه توکي په کراچۍ بندرونو کې بې برخلیکه پاتې دي.
تمه ده، چې د دې پرېکړې پلي کېدا به پر سوداګرو اقتصادي فشارونه راکم کړي او د سیمې د سوداګریز بهیر په بیا راژوندي کولو کې مرسته وکړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران لنډمهالې رهبرۍ شورا د جوړېدا په درشل کې چارواکو د سخت غبرګون اعلان وکړ
-
تازه خبرونه2 days agoافغان امنیتي ځواکونو په تورخم کې پاکستان ته درانده زیانونه واړول
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د پاکستان پر شپنیو بریدونو عام وګړي زیانمن شول
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پر اړینو پوځي اډو اغېزمن هوايي بریدونه ترسره شول – ملي دفاع وزارت
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید دښمن ته د مداخلې زمینه برابره نکړي – زلمی خلیلزاد
-
تازه خبرونه12 hours agoد افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoاسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل
-
څار3 days agoڅار: د پاکستان پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکي عملیات
