نړۍ
په سریلانکا کې د خلکو لاریونونو ولسمشر او لومړی وزیر ګوښه کېدو ته اړ کړل
د سريلانکا د اقتصادي او سياسي وضعيت پر ضد د خلکو پراخو لاريونونو د دغه هېواد ولسمشر او لومړی وزير له خپلو دندو ګوښه کېدو ته اړکړل.
د سریلانکا لومړي وزیر رانیل ویکرما سینګهـ تویت کړی، چې د حکومت د فعالیتونو د دوام او د هېوادوالو د روغتیایي خوندیتوب لپاره به د مشرانو او بېلابېلو ګوندونو د مشورې پر بنسټ له خپلې دندې استعفا وکړم.
دغه راز تطره ورځ د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په ډاګه کړه، چې د جولای پر دیارلسمه به خپله استعفا وړاندې کړي.
د دغه هېواد د پارلمان مشر هم اعلان کړی، چې د سریلانکا ولسمشر به د چارشنبې پر ورځ (د جولای ۱۳) استعفا وکړي.
په سریلانکا کې له سخت اقتصادي بحران او د اړتیا وړ توکو له کمښت وروسته د دغه هېواد پر ولسمشر او لومړي وزیر د استعفا لپاره فشارونه زیات شوي دي.
په زرګونه لاریونکوونکیو پرون (شنبه د چنګاښ ۱۸) د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته ننوتل او د راجاپاکسا پر استوګنځي یې برید وکړ.
خپاره شوي انځورونه ښیې، چې د سریلانکا د ولسمشر د استوګنې په حوض کې د لامبو زنو ګڼه ګوڼه ده؛ خو لاریونکوونکیو د لومړي وزیر کور ته اور ورته کړ.
د سريلانکا ولسمشر په داسې حال کې له کوره تېښته کړې، چې د دغه هېواد لومړي وزير ويلي؛ سريلانکا د تېلو، ګازو، برښنا او خوراکي توکو پر کمښت سربېره له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده.
هغه زياته کړې: زمونږ اقتصاد په بشپړه توګه له سقوط سره مخ دی. موږ ان د تېلو د واردولو لګښت هم نشو ادا کولی او حکومت د دغه بحران د مخنیوي فرصت له لاسه ورکړی دی.
په سریلانکا کې د ستر اقتصادي بحران پر ضد په مظاهرو کې د دوه پولیسو په ګډون ۳۹ کسان وژل شوي دي.