سیمه ییز خبرونه

په كندز كې يوې ځوانې ښځې د زهرو په څښلو ځان وژلى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كندز ولايت كې د ښځو چارو رياست مسئولين د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښتو د ډېرېدو له امله اندېښنه څرگندوي او وايي، چې روان كال د نهه مياشتو په لړ كې د كورني تاوريخوالي له امله پنځلس ښځو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

د دشت ارچي ولسوالۍ د خليلي كلي په يوه تازه پېښه كې يوې ۲۴ كلنې ښځې د زهري توكو په څښلو سره ځان وژلى دى.

د كندز د امنيې قومندانى مسئولين د دې ځان وژنې اصلي علت كورنى تاوتريخوالى بولي.

د كندز ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسېني د دې ځان وژنې په هكله وايي:

د دې ځان وژنې په تړاو مونږ د وژل شوې ښځې خاوند نيولۍ دى او پلټنې روانې دي، خو د ښځې خاوند پدې پېښه كې له هر ډول لاس لرلو انكار كړى دى.

همدارنگه د ابتدايي څارنوالۍ پلټنې د دې ځان وژنې اصلي علت كورنى تاوتريخوالۍ بولي.

د كندز د ښځو چار رياست مسئولين وايي، د ښځو پر وړاندې تاريخوالى د تېر كال په پرتله ډېر شوى دى.

د كندز د ښځو چارو رئيسه نادره گياه  د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو د ډېرېدو په اړوند د اندېښنې په څرگندولو سره وايي،

په دې وروستيو كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو زور موندلى دى هر كال به مونږ د كورني تاوتريخوالي له امله دوه او يا هم  درې د قتل پېښې لرلې، خو په ډېرې خواشينۍ سره، چې سږ كال مونږ پر ښځو او نجونو د تاوتريخوالي څوارلس د قتل پېښې لرو.

د كندز د ښځو چارو رياست همدارنگه له عدلي، قضايي او د ښځو له حقوقو د دفاعي بنسټونو څخه غواړي، چې قانون پلۍ كړي او د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره خپلې هڅې گړندى كړي.

Trending

Exit mobile version