نړۍ

په مراکش کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۲۹۶ کسان مړه کړل

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۸, ۱۴۰۲)

د جمعې پر ورځ ناوخته یوې زورورې زلزلې د مراکش لوی اطلس غرونه ولړزول، چې په کې لږ تر لږه ۲۹۶ کسان مړه شوي، ودانۍ یې ویجاړې کړې او د لویو ښارونو اوسېدونکي یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د مړو دا شمېر د لومړنیو معلوماتو له مخې دی او ۱۵۳ کسان په کې ټپیان دي.

یوه سیمه ییز چارواکي ویلي؛ ډېرۍ مرګ و ژوبله په غرنیو سیمو کې اوښتي، چې دمګړۍ ورته لاسرسی ستونزمن دی.

د مراکش اوسیدونکیو، چې د زلزلې مرکز ته تر ټولو نږدې لوی ښار دی، ویلي، چې په دې پخواني ښار کې ځینې ودانۍ، چې د یونیسکو نړیوال میراث دی، نړیدلې ده. ځايي تلویزیون د جومات د ړنګ شوي څلي انځورونه وښودل، چې د ویجاړۍ یې پر موټرو پرتې دي.

العربیه خبري شبکې د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د یوې کورنۍ پېنځه کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د تلفاتو په اړه په خپله یوه تلویزیوني وینا کې د زغم غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې زلزلې د الحوز، اورزازاته، مراکش، ازیلال، چیچاوا او ترودانت ولایتونه ولړزول.

د زلزلې مرکز ته څېرمه د اسني د غرني کلي اوسېدونکي منتصر ایتري ويلي، چې دې زلزلې ډېري کورونه زيانمن کړي دي.

هغه زياته کړې: زمونږ ګاونډيان تر خاورو لاندې دي او خلک هڅه کوي، چې په کلي کې د شته وسايلو له کارولو سره یې وژغوري.

په لویديځ کې ترودانت ته څېرمه، حمید افکر نومي يوه ښوونکي ويلي، چې له لومړۍ زلزلې وروسته له خپل کوره وتښتېد او وروسته نور ټکانونه هم رامنځته شول.

هغه ویلي، ځمکه د ۲۰ ثانیو لپاره لړزېده؛ دروازې پخپله خلاصېدې او بندېدې او زه پر بیړه له دوه‌یم پوړه راکښته شوم.

د مراکش د جیو فزیک مرکز څرګنده کړې؛ دا زلزله د رښتر پر کچه ۷.۲ درجې وه، چې  د لوی اطلس په ایغیل سیمه کې رامنځته شوې ده.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د زلزلې شدت د رښتر پر کچه ۶.۸ ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د ۱۸.۵ کیلومتره ژوره وه.

ایغیل یوه غرنۍ سیمه ده، چې د کوچنیو کرنیزو کلیو سره، د مراکش سویل لویدیز شاوخوا ۷۰ کیلومتره کې موقعیت لري. دا زلزله د شپې له ۱۱ بجې رامنځته شوې ده.

دا زلزله په مراکش کې د ۲۰۰۴ ز. کال زلزلې وروسته، چې د شمالي ریف په غرونو کې الحسیمه ته نږدې رامنخټه شوې وه، چې له ۶۰۰ ډېر خلک یې مړه کړي وه.

Trending

Exit mobile version