سوداگري
په ننګرهار ولایت کې د کبانو بازار ښه شوی
کب پلورونکو زیاته کړې؛ د دې ولایت پر خلکو سربېره د نورو ولایتونو خلک هم د کبانو د خوړلو او اخیستلو لپاره ننګرهار ولایت ته راځي.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلالآباد ښار کې د کبانو پلورونکي وايي، چې په نورو ولایتونو کې د هوا له سړېدو سره د ننګرهار د کبانو بازار ښه شوی دی.
کب پلورونکو زیاته کړې؛ د دې ولایت پر خلکو سربېره د نورو ولایتونو خلک هم د کبانو د خوړلو او اخیستلو لپاره ننګرهار ولایت ته راځي.
د ننګرهار اوسېدونکي د کبانو د بازار په اړه وایي، چې د کب غوښې بیه لوړه ده او باید راټیټه شي.
د کب پلورونکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بازار کې هر ډول کبان شته، خو ګراس کبان لوړه بیه لري. دوی زیاتوي، کورني کبان ښه کیفیت لري؛ خو دې ولایت ته ډېر کبان له پاکستان څخه واردېږي.
یو شمېر هغه خلک، چې د کب خوړلو لپاره راغلي وايي؛ بیې لوړې شوې دي او باید راټیټې شي، چې هرڅوک یې وخوري.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي؛ په دې ولایت کې د کبانو لسګونه فارمونه شته او هڅه کوي، چې د کبانو د فارمونو له زیاتېدا سره ننګرهار پر ځان بسیا کړي.