تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې به د مرکزي او جنوبي آسیا د نښلولو په اړه د ترمذ خبرې لومړۍ ناسته ترسره شي
دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.
د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د اړیکو په اړه د “ترمذ خبرې” لومړۍ ناسته به د روان کال د می له نولسمې تر یوویشتمې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او سوکالۍ د ګډې فضا رامنځته کول” تر سرلیک لاندې جوړه شي.
دا ناسته به د ازبکستان د ولسمشرۍ، بهرنیو چارو وزارت، د ازبکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پر مشرۍ د سټراټیژیکو او بین المللي مطالعاتو د انسټیټیوټ پر نوښت ترسره شي.
ویل کیږي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو، اروپا، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو، د آسیا- اوقیانوسیه سیمې، امریکا او منځني ختیځ څخه شاوخوا ۲۰۰ استازي به په دې فورم کې برخه واخلي او د ګډونوالو تر منځ به د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو کړیو استازي، مالي ادارې، نړیوال او سیمهییز بنسټونه او همدارنګه د نړۍ پر کچه د معتبرو مطالعاتو او څېړنیزو مرکزونو نومیالي کارپوهان شتون ولري.
د دې خبرو اترو اصلي هدف د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف پر نوښت د بحث او نظرونو تبادلې لپاره د څو اړخیزې ناستې رامنځته کول دي، چې د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ اړیکې پیاوړې شي؛ دا نوښت، چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا ملاتړ شوی.
په دې غونډه کې به ګډونوال د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سیمهییزې همکارۍ اوسنی حالت او امکانات بیاکتنه وکړي. د دې بحثونو اصلي تمرکز به د امنیت، ثبات او دوامداره پرمختګ د ډاډمن کولو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا وي او همدارنګه په اقتصادي وده کې د خصوصي سکټور او مالي ادارو رول پراخول وي.
د دې غونډې له مهمو متوقع پایلو څخه به یوه د یوې ګډې خبرپاڼې خپرېدل وي، چې له اړخونو څخه د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د باور، خبرو او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره همغږي وغواړي.
تمه کیږي، چې د ترمذ خبرې به د سیمهیزو اړیکو د ودې لپاره د یو دایمي پلیټ فارم په توګه کار وکړي او د یوریشیا په ټوله وچه کې د سولې، امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره یو لید وړاندې کړي.
دا غونډه به د سرخاندریا ولایت په ترمذ ښار کې موقعیت لرونکي “ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز” کې ترسره شي.
تمه ده، چې د افغانستان یو لوړ پوړی پلاوی هم په دې خبرو اترو کې برخه واخلي.
