تازه خبرونه

په نیمروز ولایت کې د خاشرود ولسوالۍ د اوبو لوی بند جوړېږي

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه میلیارد افغانیو پر ارزښت د اوبو لوی بند جوړیږي.

ملي تلویزیون د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د دغه بند د جوړولو لپاره به د دغه وزارت یو مسلکي – تخنیکي بورد کار پیل کړي.

دغه بند له پنځوس مترو څخه پر ډېر لوړوالي جوړیږي؛ د څه د پاسه شپږ ميليون متر مکعب اوبو د زيرمه کولو وړتیا لري، چې له بشپړيدو سره به يې په دلارام، ګلستان، خاشرود، غوري او چخانسوري ولسوالیو کې څه دپاسه اته زره هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه وخت مخکې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د بخش‌آباد بند د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په شتون سره پرانستل شو.

Trending

Exit mobile version