تازه خبرونه

په هلمند کې د موتر بم برید مخه ونیول شوه

Published

on

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کي ملي اردو ځواکونو د وسلوالو طالبانو موتربم برید موخې ته له رسيدو مخکې له منځه وړی دی.

د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ وسلوالو طالبانو د ګرشک ولسوالۍ اړوند آبپاشک سيمه کې پر امنيتي پوستو د موتربم بريد پلان درلود؛ خو ملي اردو یې په اړه له وړاندې معلومات درلودل، چې شنډ او له منځه  یوړل شو.

خبرپانه زیاتوي؛ د وسلوالو طالبانو يوې بلې ډلې، چې د موتربم بريد له شنډيدو وروسته يې پر امنيتي پوستو د بريد لپاره چمتوالی نيولی و، چې د افغان هوايي ځواکونو لخوا په نښه او په پايله کې یې ۹ کسان وسلوال طالبان وژل شوي او د موتربم بريد په ګډون يې ټول پلانونه له ماتې سره مخ شول.

په سیمه کي یوه امنیتي سرچینه د نوم نه ښودلو پر شرط وایي، چي موتر بم برید د ملي اردو پر مرکز شوی، چي ۷ سرتېري په کي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version