نړۍ
په پاکستان کې د فرانسوي کارتونونو د بیا خپرولو پرسر له نښتې مرګ و ژوبله رامنځته شوې
د رویټرز د څرګندونو له مخې د پنجاب د پولیسو مشر راو سردار علي خان پرون ویلي، چې د اسلامپالو له تاوتریخوالي څخه په ډک لاریون کې څلور پولیس افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ نور ټپیان دي.
رویټرز د چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د لاهور ختیځ ښار ته نږدې د یوې اسلامپالې وسلوالې ډلې فعالانو د سپکو فرانسوي کارټونونو د بیا خپراوي پر ضد په یوه مظاهره کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.
د پنجاب د پولیسو ویاند د چارشنبې پر ورځ ویلي، نښته د لاهور ښار د شیخوپورې په یوه لویه لار کې د پولیسو او تحریک لبیک د اسلامپالو په یوه لاریون کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دې ډلې د پلازمېنې اسلام آباد پر لور پر لاریون غزولو ټینګار کاوه.
پولیسو ویلي، چې د تحریک لبیک فعالینو پر تومانچه او اټووماټیکو وسلو په ګډون پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.
د پنجاب پولیسو مشر جنرل راو سردار علي خان ویلي؛ څلور افسران وژل شوي او لږ تر لږه ۲۶۳ نور ټپیان دي.
د تحریک لبیک ویاند ویلي، چې په نښته کې د دې ډلې یو شمېر فعالانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د تحریک لبیک په زرګونه فعالانو د جمعې له ورځې راپدیخوا د پاکستان تر ټولو لویه لار تړلې او د فرانسې د طنزیه مجلې لخوا د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د انځورونو د لړۍ د خپریدو له کبله د خپل مشر سعد رضوي د خوشې کیدو او د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ له څو ورځو له تاوتریخوالی وروسته، چې د تېرې اوونۍ په نښته کې درې پولیس افسران ووژل شول.
کورنیو چارو وزارت د تروریزم ضد قوانینو لاندې د امنیت ټینګښت په موخه رنجرز نومي نیمه پوځي ځواک د ګمارلو امر وکړ، د ۶۰ ورځو لپاره به خپله دنده ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد خبریالانو ته ویلي، ما دوی ته دا اختیار ورکړی، چې د پنجاب په هر ځای ته لاړ شي او له تحریک لبیک هم غواړي، چې: مهرباني وکړئ شاته ولاړ شئ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ زېږدیز کال راپدیخوا په ټول پاکستان کې د دې ډلې درېیم لوي لاریو او اعتراض دی، چې د اړوند فرانسوي کاریکاټورونو په اړه، چې مسلمانان یې د اسلام سپکاوی ګڼي ترسره کیږي.
فرانسوي مجلې شارلي ابډو په لومړي ځل دغه کارتونونه پر ۲۰۰۶ زېږدیز کال خپاره کړل او بیا تېر کال په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د دوی پر دفتر د اسلامپالو وسلوالو د خونړي برید د محاکمه کولو پر ویاړ خپاره شول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، حکومت به پلازمېنې اسلام آباد ته د اسلامپالو د ننوتو د مخنیوي لپاره له زور څخه کار واخلي.
هغه خبریالانو ته ویلي: مونږ پرلویه لار د دوی د مخنیوي لپاره کانټینرونه ځای پر ځای کړي او تر دې دمه مو زغم ښودلی؛ خو حکومتي واک ننګول نور نشي زغملای.
نړۍ
امریکا د ناټو د غړیتوب په بدل کې د دونباس سیمې د پرېښودو وړاندیز کړی – ولادمیر زیلینسکي
د رویټرز د راپور له مخې؛ زیلینسکي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې د ناټو غړیتوب او د اوکراین د خاورې پرېښودو موضوع د سولې په خبرو کې وړاندې کېږي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ويلي؛ امریکايي مرکچیانو له روسیې سره د سولې په خبرو کې وړاندیز کړی، چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب په بدل کې د دې هېواد له ختیځې سیمې دونباس څخه شاتګ وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ زیلینسکي د شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، دا لومړی ځل دی، چې د ناټو غړیتوب او د اوکراین د خاورې پرېښودو موضوع د سولې په خبرو کې وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړې: امریکايي مرکچیانو پوښتنه کړې، چې که اوکراین د ناټو غړی شي؛ آیا دونباس به پرېږدي؟
د زیلینسکي د څرګندونو له مخې: له همدې کبله د ناټو د غړیتوب موضوع یو ځل بیا د خبرو پر مېز راغله؛ خو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د دریځونو په پام کې نیولو سره دا یوه ډېره ستونزمنه موضوع ده.
پوتین له اوږدې مودې راپدېخوا د اوکراین د ناټو غړیتوب د مسکو لپاره سره کرښه بللې او په ۲۰۲۲ز.کال کې یې پر اوکراین د پراخ برید یو لامل هم د ناټو موضوع ښودلې ده.
زیلینسکي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې کیف د خپلې خاورې پرېښودو ته چمتو نهدی؛ خو که د امنیتي تضمینونو، د پیاوړي او بسیا تمویل لرونکي پوځ د ساتلو حق او د بیارغونې لپاره د مالي مرستو په ګډون یو بشپړ وړاندیز ترلاسه کړي، دا موضوع به ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.
روانه جګړه باید لومړی پای ته ورسېږي
زیلینسکي د روسیې هغه غوښتنه هم رد کړې، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه تر هوکړې مخکې دې د اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په اړه پراخ تړون وشي.
نوموړي ویلي، د نړۍ او اروپا د امنیتي جوړښت د بدلون په اړه له خبرو مخکې باید د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي او زوم جېرډ کوشنر د شنبې پر ورځ ویلي، چې دواړو لوریو د روانې اوونۍ په خبرو کې خپل سخت دریځونه وړاندې کړي؛ خو په خصوصي خبرو کې دواړه لوري پوهېږي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي جوړجاړي ته اړتیا ده.
د بندیانو پر تبادلې هوکړه شوې
زیلینسکي د اوکراین په ختیځه دونتڅک سیمه کې د کوستیانتینیفکا ښار په اړه د پوتین د بشري اوربند وړاندیز هم رد کړی او څرګندوي، چې مسکو پر زور د دغه ښار په نیولو کې پاتې راغلی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پوتین غواړي اوکرایني ځواکونه له دغه ښاره ووځي، چې روسي ځواکونه یې ونیسي.
زیلینسکي زیاته کړې، چې اوکراین د لومړۍ کرښې اووه یا اته نورې سیمې هم د احتمالي بشري اوربند لپاره وړاندیز کړې دي، چې ملکي وګړي او ماشومان په کې بند پاتې دي؛ خو روسیه غواړي له دغو سیمو څخه د پوځي موخو لپاره کار واخلي.
له بلې خوا د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین او روسیې دوه ورځنۍ خبرې د چارشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له کومې لویې لاسته راوړنې پرته پای ته رسېدلي؛ خو دواړو لوریو د څه باندې زر بندیانو پر تبادلې هوکړه کړې ده.
زیلینسکي ویلي؛ د بندیانو د تبادلې وروستی شمېر اوس هم تر بحث لاندې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي استازو جېرډ کوشنر او سټیو ویټکوف له پوتین سره د پنجشنبې د لیدنې پر مهال د انرژۍ په برخه کې د اوربند موضوع هم مطرح کړې وه؛ خو تر اوسه په دې اړه د پرمختګ کوم خبر ورکړ شوی نهدی.
زیلینسکي زیاته کړې، امریکايي مرکچیانو ورسره د ایرلینډ د پنجشنبې په لیدنه کې منلې، چې اروپا به د سولې په راتلونکو خبرو کې هم ونډه ولري.
اروپايي استازو په ابوظبۍ کې له امریکايي او اوکرایني چارواکو سره خبرې کړې؛ خو له روسي پلاوي سره یې په ګډه ناسته کې ګډون نهدی کړی.
د ایرلینډ په غونډه کې د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه کړې، چې د اوکراین د سولې د خبرو پر مهال به د اروپا استازیتوب بریټانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ او د اروپايي ټولنې چارواکي کوي.
کوشنر ویلي، د امریکا پام اوس د مسکو او اروپايي شریکانو ترمنځ د مخامخ خبرو برابرولو او د درې اړخیزو خبرو د راتلونکي پړاو د اجنډا چمتو کولو ته اوښتی دی.
نړۍ
د امریکا لومړني منتخب مسلمان سناتور له پاکستان سره پر مرستو د بیاکتنې غوښتنه وکړه
هغه ټینګار کړی، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید له نړیوال قانون څخه د سرغړونو د ملاتړ لپاره باید ونه کارول شي.
عبدل السید، چې د امریکا د مشرانو جرګې ته لومړني مسلمان سناتور ټاکل شوی؛ له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، چې له پاکستان او څو نورو هېوادونو سره خپلې مالي او پوځي مرستې له سره وارزوي.
هغه ټینګار کړی، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید له نړیوال قانون څخه د سرغړونو د ملاتړ لپاره باید ونه کارول شي.
السید، چې ډیموکراټ دی په میشیګان ایالت کې یې جمهوري غوښتونکی نوماند مایک راجرز مات کړ. هغه له «ایبيسي» سره په مرکه کې ویلي؛ امریکا باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د بهرنیو مرستو تګلارې یې له نړیوال قانون سره سمون ولري.
هغه ټینګار کړی، چې دا موضوع باید یوازې پر اسرائیلو پورې محدوده نهشي، بلکې پاکستان، مصر او اردن هم باید په کې شامل وي.
نوموړي ویلي:« که مونږ یوه داسې هېواد ته پیسې ورکوو، چې له همدې پیسو څخه د نړیوال قانون پر وړاندې کار اخلي؛ زما پر اند دا د پیل لپاره ښه ځای دی.»
د السید څرګندونې له هغې وروسته مطرح کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال تر پایه اسرائیلو ته د شاوخوا څلور میلیارډ ډالرو کلنۍ پوځي مرستې د پای ته رسولو پلان اعلان کړ.
السید د اسرائیلو د پوځي مرستو د کمولو لپاره د ټرمپ له وړاندیز هرکلی کړی او څرګندوي، چې د ولسمشر له دې تګلارې سره موافق دی.
هغه همداراز له اسرائیلو سره د امریکا د وسلو پر پلور د محدودیتونو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې، چې د امریکا لهخوا ورکړ شوې ځینې وسلې د هغه پر اند په نسلوژنه او توکمپالنه کې کاریږي.
امریکا اوسمهال له اسرائیلو سره د یوه تړون له مخې هر کال ۳.۸ میلیارډ ډالر پوځي مرستې کوي او دغه تړون تر ۲۰۲۸ز.کال پورې نافذ دی.
د السید نیوکه یوازې پر اسرائیلو محدوده نهده؛ هغه له مصر، سعودي عربستان، اردن او پاکستان سره د امریکا پر پوځي مرستو هم نیوکه کړې او وایي، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې باید د هېواد د کورنیو لومړیتوبونو لپاره ولګول شي.
نړۍ
صنعا ښار ته نږدې د هوايي بریدونو له کبله ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې د سعودي عربستان لهخوا پر یوه استوګنیزه سیمه د هوايي بریدونو له کبله، چې د یمن پلازمېنې صنعا ته نږدې ده؛ لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بنيحشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د حوثیانو روغتیايي چارواکو ویلي، چې یو شمېر قربانیان اوس هم د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو شمېر مرستندویان هم ټپیان یا وژل شوي دي.
په صنعا کې د «صحتنا» روغتون رییس عبدالعزیز الدیلمي ویلي، چې یو شمېر ټپیان د سر، سینې او پښو په برخو کې له سختو ټپونو سره دغه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې نهشي کولی د دغو بریدونو او د قربانیانو د شمېر راپور خپلواکه تائید کړي.
د سعودي عربستان د نړیوالو اړیکو مرکز هم ویلي، چې دغه راپور څېړي.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ تازه نښتو په ۲۰۲۲ز. کال کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ رامنځته شوی اوربند له ننګونې سره مخ کړی، چې تر ډېره یې د دواړو لوریو ترمنځ بریدونه درولي وه.
حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو راکټي او بېپیلوټه بریدونه کړي او ریاض هم د خپلو یمني متحدانو پر ملاتړ په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي.
دغو نښتو د سیمې د کړکېچونو او د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدا وروسته زور اخیستی او په یمن کې یې بشري ناورین یو ځل بیا سخت کړی دی.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې هم د اوکټوبر په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د تازه نښتو له کبله د بېځایه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زره اوښتی دی.
یمن، چې له نړۍوالو سختو بشري ناورینونو سره مخ دی؛ یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې او د کورنیو د بېځایه کېدو له زیاتېدا سره مخ شوی دی.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه4 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري4 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
تازه خبرونه1 day agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی1 day agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
لوبی2 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
