نړۍ
په پاکستان کې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
Last Updated on: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۰
د پاکستان ځايي رسنیو ویلي، د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د یوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
پاکستانيو رسنیو ویلي، چاودنه تېره شپه یوه کالج ته نږدې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي، چې چاودنه د څارن ماين له کبله رامنځته شوې ده.
د بلوچستان چارواکو دغه پېښه یو ترهګریز عمل نومولی دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید مسوولیت ندی منلی.
