تازه خبرونه
په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر لګښت د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.
د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې له یوه خصوصي سکټور سره یې په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر بودجه د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې لاسلیک کړی، چې چارې یې د شتل ولسوالۍ له دالانسنګ سیمې پیل او د بازارک د بهارک تر دوهلارې پورې غځېږي.
د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.
دا پروژه د سړک د خرابو برخو رغونه او د درزونو ډکول، د ګابیوني دیوالونو جوړول، د سړک د غاړو پاکول، د پلګوټو جوړول او د ویالو او اوبو د تېرېدا د لارو جوړول رانغاړي.
د دې پروژې بودجه د ټولګټو چارو وزارت لهخوا ځانګړې شوې ده.
تازه خبرونه
په افغانستان اتلانو لیګ کې د بهرنیو لوبغاړو شتون ښه پرمختګ دی – انس حقاني
هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»
د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني تېره ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې له نږدې څخه د لوبې د نندارې پر مهال د آریانا سپورټ د خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« انسان سپورټ او تفریح ته اړتیا لري.»
هغه زیاته کړې:« فوټبال او والیبال مې د خوښې لوبې دي. لوبه هغه وخت ګټل کیږي، چې لوبغاړي پر لوړه روحیه د لوبو ډګر ته ډاډمن ودانګي او ملت ته د بریا راوړلو په فکر کې وي.»
نوموړي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ وړتیا لري او دا ځل به د پخواني شوروي اتحاد او امریکا د حضور ورو ته له ورته ستونزو سره مخ نهشي.
هغه ویلي:« افغانستان وړتیا لري، چې په هره برخه کې پرمختګ وکړي او په هر ډګر کې له نورو ملتونو سره سیالي وکړي.»
حقاني زیاته کړې، د ماشومتوب پر مهال جګړې، کډوالۍ او د امکاناتو نشتوالی د دې لامل شوی و، چې دی او د ده د همعمره کسانو نسل له هغو فرصتونو بېبرخې پاتې شي، چې د نن ورځې ځوانان یې په واک کې لري.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زدهکړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، چې دا ټولنه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې ساتي.
هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زدهکړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
په همدې حال کې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان، سوډان او سومالیا وضعیت ننګونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغو هېوادونو موضوعات باید د غونډې د اجنډا په سر کې وي.
تازه خبرونه
یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو له په پام کې نیولو سره بېپرې خپاره کړي او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې دې له پامه نهغورځوي.
نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې لهخوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
ملا برادر ویلي: « دا عادلانه نه ده، چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنې له پامه وغورځول شي او یوناما دښمن ته ورته یوازې د منفي اړخونو په لټه کې وي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او زرګونو کورنیو د جبري راستنېدا له کبله ګڼ هېوادوال له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي دي او د دغو ستونزو اواري ته جدي پاملرنه اړینه ده.
نوموړي له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګهوالو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي.
دغه راز د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي.
نوموړي د ګاونډیتوب اړیکو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ګاونډي حق پر ګاونډي دا دی، چې د هغه د ستونزو په کمولو کې مرسته ورسره وکړي؛ نه دا، چې د اقتصادي فشارونو له لارې د خلکو وضعیت نور هم ستونزمن کړي.
نورالحق انور د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته زیاته کړې، چې ګاونډیان اوس هم د افغانستان خلک ځوروي، ځپي یې او له اقتصادي پلوه یې محروموي.
-
تازه خبرونه5 days agoپه ایران کې نږدې ۶۰ زره افغان زدهکړیالان زدهکړې کوي
-
تازه خبرونه5 days agoسعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی
-
نړۍ5 days agoپه جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپه پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
-
سوداگري1 day agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
تازه خبرونه5 days agoهند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې
-
سوداگري5 days agoد سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې جذب اړین دي – اسلامي پراختیايي بانک
