تازه خبرونه
په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر لګښت د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې چارې پیل شوې
د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.
د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چې له یوه خصوصي سکټور سره یې په پنجشېر کې د ۴۰ میلیون افغانیو پر بودجه د ۴۵ کیلومټره عمومي سړک د بیارغونې لاسلیک کړی، چې چارې یې د شتل ولسوالۍ له دالانسنګ سیمې پیل او د بازارک د بهارک تر دوهلارې پورې غځېږي.
د ځايي مسوولانو د څرګندونو له مخې، دغه سړک په تېرو وختونو کې د ټیټ کیفیت او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوی او بنسټیزې بیارغونې ته اړتیا لري.
دا پروژه د سړک د خرابو برخو رغونه او د درزونو ډکول، د ګابیوني دیوالونو جوړول، د سړک د غاړو پاکول، د پلګوټو جوړول او د ویالو او اوبو د تېرېدا د لارو جوړول رانغاړي.
د دې پروژې بودجه د ټولګټو چارو وزارت لهخوا ځانګړې شوې ده.