کوید۱۹
په چین کې ان له روغتیایي مرکزونو بهر د کرونایي کتنې لپاره د خلکو کتارونه جوړيږي

د دوشنبې پر ورځ کله، چې چارواکو یو څه محدودیتونه اسانه کړل؛ د کرونا ویروس د تبې د کتنې لپاره خلک ان د چین له روغتونونو بهر په کتارونو کې ودرېدل.
د آسیا نیوز کانال راپور ورکړی، چې د وبا په ناروغۍ کې درې کاله وروسته، چین د هغې نړۍ سره ځان سمولو ته چمتو کیږي، چې په لویه کچه د کرونا ویروس سره د ژوند کولو لپاره له محدودیته وتلي دي. چین تېره چارشنبه د بې ساريو لاریونونو وروسته په پالیسۍ کې لوی بدلون رامنځته کړ.
دغه هېواد د دوشنبې پر ورځ د یو اعشاریه څلور میلیارد خلکو د سفري تاریخ د څارلو لپاره کارول شوي ګرځند اپلیکیشن غیر فعالولو ته چمتووالی په ډاګه کړ.
په هرصورت، چارواکو په ځانګړي توګه د لویانو لپاره د ماسک اغوستل او واکسین کول روان ساتلي دي.
اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې د اقداماتو اسانه کول په کتنو کې د چټک لږوالي معنی لري؛ خو ښکاري، چې اوس هم دا ویروس ګړندۍ وده لري.
چین د دوشنبې پر ورځ د ۸۵۰۰ مثبتو پېښو راپور ورکړی، چې په ټول هېواد کې یې شمېر۳۶۵۳۱۲ ته ورسید، چې د تېر اوکتوبر پر پرتله یې کچه دوه چنده شوې ده. دې هېواد د امریکا د یو اعشاریه یو میلیون په پرتله د مړینې ۵۲۳۵ پېښې ثبت کړې دي.
د چین لخوا چمتو شوی شمېر په خپلواکه توګه تائید شوی ندی او پدې اړه پوښتنې راپورته شوي، چې آیا واکمن کمونست ګوند د پېښو او مړینو د شمېر کمولو هڅه کوي او کنه.
کوید۱۹
په ایران کې د کرونا ویروس نږدې ۹۰۰ نوې پېښې ثبت او ۲۴ کسان مړه شوي

د ایران د روغتیا وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کرونا ویروس څه باندې ۸۹۱ نوې پېښې ثبت شوې دي او په همدې موده کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.
د ایران روغتیا وزارت د عامه اړیکو مرکز د یکشنبې پر ورځ ویلي: په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس پر ناروغۍ اخته ۸۹۱ نوي ناروغان پېژندل شوي دي.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ پر کرونا ویروس د اخته ۶۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
کوید۱۹
چینایانو نوی سپوږمیز کال پر کرونا اخته قربانیانو ته د روغتیا پر دعا پیل کړ

رویترز راپور ورکړی، چې چین د یکشنبې پر ورځ د نوي سپوږمیز کال په پیل کې له خپلو هغو خلکو سره، چې تېر درې کاله یې تر ناروغۍ لاندې مړینې، فشارونه او مالي ستونزې ګاللي؛ د روغتیا او ډاډګېرنې دعا وکړه.
په بیجینګ کې له لاما عبادتځي یا معبد څخه بهر شاوخوا یو کیلومتر کتارونه وغزېدل، چې د دسمبر له پیله د کرونایي محدودیتونو له پای ته رسیدو مخکې تړلي وه؛ په زرګونه خلک خپلو عزیزانو ته د دعا کولو لپاره د وار په تمه کتار ودرېدل.
له دې مخکې چارواکو د جنورۍ له ۱۳ څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د نږدې ۱۳ زره کسانو له مړینې خبر ورکړی و، چې په دې میاشت کې یا له هغې مخکې نږدې ۶۰ زره کسانو ته یې د مړینې کچه رسېدلې وه.
چینايي روغتیا پوهان وايي، چې په ټول هېواد کې د انتاناتو څپې لا دمخه لوړې شوې دي.
د چینایي چارواکو لخوا د مړینې راپور شوی شمېر هغه کسان ندي، چې په کور کې مړه شوي.
ځینو داکترانو ویلي، چې دوی د مړینې په سندونو کې د کرونا له لیکو هم ډډه کوي.
چين د جنورۍ پر ۱۴ نېټه د دسمبر له اتمې نېټې څخه د جنورۍ تر ۱۲ پورې په روغتونونو کې د کرونا له کبله د څه د پاسه ۶۰ زره کسانو له مړينې خبر ورکړ، چې د دغې ناروغۍ له پیله د ټولو مړو شويو ۵۰۰۰ کسانو څخه ډېروالی ښيي.
ځینې روغتیا پوهانو ویلي، چې سږکال به په چین کې له یو میلیون څخه ډېر خلک د دې ناروغۍ له کبله مړه شي.
بریتانیا میشت روغتیایي معلوماتو شرکت ایرفینیتي وړاندویېنه کړې، چې په دې اوونۍ کې به هره ورځ د له دې ناروغۍ د مړینې کچه ۳۶۰۰۰ ته ورسیږي.
د چين د کمونست ګوند د چارواكو د راپور له مخې، د نوي سپوږمیز كال د ۴۰ ورځني سفر په لومړيو ۱۵ ورځو كې د جنورۍ له ۷ څخه تر ۲۱ نېټې پورې شاوخوا ۱۱۰ میليون د اورګاډي مسافرينو سفرونه کړي، چې د تېر كال په پرتله ۲۸ سلنه زياتوالى ښیي.
د دولتي CCTV د راپور له مخې؛ د نوي کال په ماښام کې د ریل پټلۍ، لویو لارو، کښتیو او الوتکو له لارې ټولټال ۲۶.۲۳ میلیون سفرونه ترسره شوي، چې له ناروغۍ مخکې یې کچه نیمایي وه؛ خو د تېر کال په پرتله ۵۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د شنبې پر ورځ د چین د ناروغیو څارنې او مخنیوي مرکز مشر ایپیدیمولوژیست وو زونیو ویلي؛ د رخصتۍ په بهیر کې شونې ده، چې د خلکو ډلهییز حرکت د وبا ناروغي خپره کړي؛ خو په نږدې وخت کې د کرونا دوهیمه څپه امکان نلري.
وو زنیو زیاته کړې، چې په راتلونکیو دوه یا درې میاشتو کې د کرونا ویروس د راګرځېدو احتمال شته؛ ځکه، چې ۸۰ سلنه خلک پدې ناروغۍ اخته شوي دي.
له هغې وروسته، چې چين د جنورۍ پر اتمه نېټه خپلې پولې بېرته پرانيستې؛ يو شمېر چينايانو هم بهر ته د تګ راتګ سفرونه کړي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې چین د آسیا ګرځندوی سیمو ته د چینایي سیلانیانو بېرته راستنیدو لپاره هڅې کوي، چې له وبا مخکې یې پرې ۲۵۵ میلیارد دالر لګولي دي.
کوید۱۹
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس له نوې خپرېدونکې بڼې خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې XBB.1.5 نومی د Omicron کروناویرس نوې خپرېدونکې بڼه کشف شوې ده.
اوسمهال د دې نوې بڼې په اړه ډېر څه پېژندل شوي ندي؛ خو لومړنۍ څېړنې ښیي؛ شونې ده، چې دا نوې بڼه د Omicron کروناویرس د پخوانیو بڼو پر پرتله ډېر ساري او خپرېدونکې وي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس تخنیکي مشر ماریا وان کرکوف یوې خبري غونډې ته ویلي؛ مونږ د XBB.1.5 بنې د ودې د غوره والي په اړه اندېښمن یوو.
ساینس پوهان اوس هم نه پوهیږي، چې آیا دا نوې بڼه د ډېرې سختې ناروغۍ لامل کیږي یا به د اوږدمهاله کرونا جدي پایلې ولري.
څېړونکي د XBB.1.5 پر وړاندې د واکسینونو څخه د ژغورنې کچه هم څېړي. دوی وايي، چې د دوه اړخیز (mRNA) واکسین د دې نوې بڼې پروړاندې د ژغورنې غوره لار ده.
-
روغتيا4 days ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
لوبی2 days ago
آریانا تلویزیون د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو دیجیتل حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه
-
بلخ @ps5 days ago
په بلخ کې د داعش د خراسانۍ ډلې درې مهم غړي ووژل شول – د استخباراتو ریاست
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د چین ولسمشر شي د سعودي له ولیعهد سره په خبرو کې د سعودي او ایران له اړیکو ملاتړ څرګند کړ
-
روغتيا2 days ago
په چیلي کې د الوتونکیو د انفلونزا لومړنۍ انساني پېښه وپېژندل شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
عربستان له شانګهای ټولنې سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه